د افکارو اړوند څوسپیڅلي خبري
رالیږونکي :قاري خبیب پشت رودي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ :- ښه افکار د پاک روح او روښان فکره سړي څخه را چوڼل کیږي. اوښه عطر د ښو ګلانو څخه را چوڼل کیږي.
۲ :-که چیري خپل فکرونه بې فائدې ایله کړو، نو په بدیو او مرداریو پسي ځي.
۳ :-زموږ وجود په ښو افکارو وده کوي.
۴ :-دا د انسان فکر دئ چي د ژوند ترتیبات نیسي.
۵ :-زموږ پو ښتني زموږ افکار جوړوي.
۶ :-ژبه داسي مه پریږدئ! چي د خپل فکر بیان نه سي کولای.
۷ :-د ټولو مرداریو سرچینه بد افکار دي چي موږ یې خپلو مغزوته ور کوو.
۸ :-هر څوک د خپل فکر څخه پېژندل کیږي.
۹ :-د یو انسان ژوند د ده د افکارو څخه را زیږي.
۱۰ :-ستاسي ټول کارونه ستاسي د افکارو څخه را پورته کیږي.
ماخذ :- سپیڅلي خبري
www.taleemulislam.net