تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥٤٦)
نوم: منظور
د اوسېدو ځای: بلجيم
سوال: زه اوس په بلجیم کي اوسم زه له سهار خوا څخه مکتب ته ځم او تر مازدیګره مکتب په کي یم په دې دوران کي زما څخه د ماسپښین او جمعې لمونځ قضاء کیږي بیا چي کله راسم نو قضايي لمونځ کوم په دې اړه معلومات راکړئ مهراباني به مو وې.
جواب :
حامداً و مصلياً
مسلمان چي د نړۍ په هر ګوټ کي وي د ورځي پنځه لمونځونه به کوي ، هر لمونځ په خپل وخت کي دننه اداکول باندي فرض دي ، بېله شرعي عذره څخه ، لکه هيره او خوب د لمانځه قضاء کول کبيره ګناه ده، د قضايي تر څنګ توبه هم پر ده لازميږي.
د مکتب ويل عذر نه دى، هر چيري چي ياست په هر ډول شرايطو کي چي ياست، د خپل رب عبادت په ډېر وياړ او افتخار سره کوئ .
الجواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا . سورت مريم: ايت٥٩