لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کوم چاته چي اللّٰه پاک عزت ورکړي ته یې ولي بخالت کوې؟ آیا ته پدې نه پوهیږې چي عزت او ذلت د اللّٰه پاک په قدرت کي دي؟
اللّٰه پاک چي بل انسان ته عزت ورکوي ستا سره مشوره نکوي، چي تاته عزت درکوي نو د بل انسان سره مشوره نکوي.
د بل انسان د عزت بخالت او د هغه سره حسد په اصل کي پر اللّٰه پاک باندي یو ډول اعتراض او د هغه د تقسیماتو مخالفت دی.
آیا ته ددې حق لرې چي پر اللّٰه پاک باندي اعتراض وکړې او تقسیماتو ته یې د نیوکي په سترګه وکورې؟ ښه به دا وي چي د ځانه سره حساب وکړې خپلي نیمګړتیاوي پیدا کړې او ځان اصلاح کړې تر څو اللّٰه پاک تاته هم عزت درکړي.
www.taleemulislam.net