ژباړه او زياتونه: غلام عمر عبدالله
څنګه کولاى سې چي د الله په توفيق ځان له ګناه څخه وژغورې؟
• همېش دا په ياد لره چي الله دي ويني او دا کلمات له ځان سره تکراروه چي
( الله له ما سره دى ، الله مي ويني ، الله په ما خبر دى
• ټول هغه اسباب چي تا ګناه ته نږدې كوي له ځانه لېري کړه
• د بدو ملګرو او بدو مجلسونو څخه لېري اوسه
• ګناه ته په بد نظر ګوره او ګناه چټله وګڼه
• دا ياد ساته چي سبا به د الله عزوجل په حضور کي ولاړ يې ، نو که اوس ( د ګناه په حالت ) کي مړ سوې سبا به څه درسره کېږي؟!
• د ځان لپاره يوازيوالى ډېر مه غوره کوه مګر نه دا چي يوازيوالى دي د الله د اطاعت لپاره وي .
• کله چي يوازي يې يا له ملګرو سره يې د نېکو اعمالو پابندي ډېره کوه
• د لمانځه ، د قران د تلاوت ، ذكر ، دعا او دعوت همېشه توب کوه الله تعالى دي د هر خير کار توفيق راکړي
وما توفيق إلا بالله عليه توكلت وإليه انيب
------------------------------------