تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یو چا ته پیسې ورکول او د زکات نیت
 
  November 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۹۹)

نوم: سعادت

سوال : ژباړه: که یو سړی یو چا ته پیسې ورکړی او وروسته په زړه کي راشي چي دا به په زکات کي ور حساب کم ایا زکات کيږي او که نه؟

جواب : په زکات کي نيت شرط دى(۱). که يو چا پيسې و يوه فقير ته ورکړې  خو نيت د زکات يې نه وو،  وروسته يې دا نېت وکړ ی چي دا د زکات پيسې دي نو که چيري دغه پيسې د فقير په لاس کي وې نيت يې صحيح دى او که د فقير د لاس څخه وتلي وې، بيا نو نيت يې صحيح نه دى.

مګر که د مخکې دا پيسې په پور یا په بل نيت ورکړي وي بيا وروسته نيت د زکات پکښي کوي نو  دا نه صحيح کيږي ځکه چي په زکات کي قبض شرط دى.



جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وشرط أدائها نية مقارنة للأداء أو لعزل ما وجب. البحرالرائق شرح کنزل الدقائق: ج۵، ص۴۴۲
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته