تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۶۱)
نوم: شینواری
د اوسېدو ځای:ننګرهار
سوال : ايا د اسلام له نظره کال او دوه کاله مسافري جائز ده او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
کوم کس چي سفر کوي،که چیري دا کس متاهل (واده والا) وي، نو بيا يې حکم دادی چي تر څلور مياشتو زيات سفر کول د خپلې ښځي د اجازې او رضامندۍ پرته په کار نه دى. البته مطلق سفر کول د شريعت له نګاه څخه کوم حد نه لري.
جواب : مولوي عبدالغفار
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال العلامه الحصکفى رحمة الله تعالى: ولا يبلغ مدة الإيلاء إلا برضاها. الدرالمختار.
وقال العلامه ابن عابدين رحمة الله تعالى: وَيُؤَيِّدُ ذَلِكَ أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ لَمَّا سَمِعَ فِي اللَّيْلِ امْرَأَةً... فَسَأَلَ بِنْتَه حَفْصَةَ : كَمْ تَصْبِرُ الْمَرْأَةُ عَنْ الرَّجُلِ : فَقَالَتْ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ ، فَأَمَرَ أُمَرَاءَ الْأَجْنَادِ أَنْ لَا يَتَخَلَّفَ الْمُتَزَوِّجُ عَنْ أَهْلِهِ أَكْثَرَ مِنْهَا. ردالمحتار: ج٢، ص٤٣٢، کتاب النکاح باب القسم ، طبع مکتبه رشيديه .