تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام(۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري
ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

(۶)

شریکول او خوښول


لکه څرنګه چي ستاسو ملګري ستاسو پر پوسټ د خوښۍ اظهار کولای سي تاسو هم د خپلو ملګرو يا د یوې پاڼي پوسټ شریکولی او خوښولی سي کله چي تاسو یوه لیکنه یا انځور باندي تبصیره یا کمينټ کوئ،شریکوي يې يا چي خوښوي يې نو ستاسو ټول ملګري په خبریږي نو یو یو پوسټ باندي تبصره کول، شریکول یا خوښولو په وخت کي د لاندي خبرو خیال وساتي:


۱: ټولي هغه خبري چي د پوسټ تر عنوان لاندي مو لیکلي وي دهغوی خیال وساتئ دمثال په ډول نامناسبه به نه وي ، د نامحرمو عکسونه به نه وي ، د غزلو یا سروز یا فلمونو کليپونه به نه وي او په ديني توګه به د اعتماد وړ وي. 


۲: کله چي تاسو د یو چا پوسټ شريکوي یا خوښوي نو تاسو د هغه د ټولنیزو فعالیتونو دایرې ته نور هم وسعت ورکوئ نو داسي پاڼي یا ملګري چي داغه پوسټ خو يي مناسب یا ډېر ښه وي مګر هغه ددې پرته نامناسب او غیر اخلاقي مواد هم شریکوئ نو د هغوی یو پوسټ لا هم د شریکولو څخه وړاندي تاسو ته په کار ده چي زرواري فکر پرې وکړئ.


۳: د داسي پاڼو او ملګرو پوسټ هيڅکله مه خوښوئ چي په دیني اعتبار د اعتبار وړ نه وي یا د کومي غلطي عقیدي او فکر خاوند وي. 


کمينټ کول (تبصیره)


تاسو د نورو خلګو پر پوسټونو د خپلي رایه يا اظهار او تبصيره هم کولای سي، نو د خپلي رايي او تبصيرې  په وخت کي ددې خبرو خیال وساتئ: 


۱: تبصيره یا کمينټ هلته وکړئ، چي چیري ضرورت وي بې ضرورته په محض تبصيرو باندي د نورو ډېرو خلګو وخت هم ضائع کيږي.

 
۲: تبصيره یا کمینټ باید په پوره انصاف وکړئ د پوسټ کوونکئ سره چي ستاسو څومره سخت اختلافات هم وي تاسو باید د انصاف او ادب لاره پري نږدي ډېری خلګ د مسلکي یا نظریاتي اختلافاتو پر بنسټ ډېر فالتو یاپه بدو ردو سره تبصيره کوي دا کار د یوه مسلمان د شان خلاف دی. 


په یاد ولري: دا ډول تبصيره کوونکي ښايي داسي فکرکوي چي دی یو نيک یا د ثواب کار کوي مګر دی ډېر خطا وتلی دئ.


۳: که چیري د یو چا ستاینه یا تعریف کوئ نو هم د اعتدال په دائره کي وي. بې ځایه تعریف یا ستاینه یا مبالغانه تعريف کول هم زموږ په دین کي ناخوښه عمل دئ او دا خبره مو باید په یاد وي چي ستاسو په غلط تعريف د مذکوره پاڼي يا حساب خاوندان سره نور ډېر خلګ دوکه کېدای سي.


۴: پر یوه پوسټ باندي ډېري تبصیرې او کمینټونه کول د دې پوسټ د خپریدو دائره نوره هم پراخوي نو پر غلطو عقائدو او افکارو پر پاڼو کمينټ کولو په وخت احتیاط په کار دئ.


۵: د ښځو په عمومي پاڼو کمينټ یا تبصیره کول تاواني ده ځکه په دې سره د هغوی حساب (آی ډي) ټولو خلګو ته ښکاره کیږي که چيري بیا هم کمينټ ضروري وي نو په شخصي کي مسيج یا پیغام ورليږل ډېر ښه دئ.


ليکلي يا ږغيز پیغام استول


د فېسبوک استعمالوونکي د ليکلي پیغامونوپه ذریعه په شخصي ډول خبري اتري کولای سي نو د لاندي خبرو خیال وساتئ:


۱: بې له سختي اړتیا د پردۍ ښځو سره چيټ کول نا مناسبه کار دئ تجریبي ښودلې ده په دې سره د فتنو دروازه راخلاصيږي، څوک چي په دي چاره اخته دي هغوی ددې شاهدي ورکوي نو د اړتیا په وخت کي د ضرورت په  اندازه ګنجائش سته مګر ډېري اوږدې خبري د بانډار په شکل پیغامونه ليږل په دیني او دنيوي اعتبار تاواني کېدای سي.


۲: پیغام د دروازې د دستک حیثیت لري ځکه نو چي کله هم د جواب موقع پیدا کړي نو خامخا جواب باید ورکړي بيله اړتیا د پیغام یا میسیج استولو څخه ډډه وکړئ ځکه په دې سره جواب ورکونکۍ په تکلفیږي. 


که چيري سمدستي جواب ئي غوښتئ نو دا هم ورسره لیکل په کار دي.


صوتي (ږغيز) او بصري (لیدلي) اړیکه


په صوتي او بصري اړیکو کي هغه ټولو آدابو و اخلاقو خیال ساتل اړین دي چي وړاندي مو وليکل.


۱: پردي نارینه اوښځي باید د دې څخه بلکل احتیاط وکي که چيري په رشتیا هم اړتیا وي نو په لیکلي بڼه ئې تر سره کولای سي.


۲: کله چي د یوه ملګري سره وډیویي اړيکه نيسئ نو دکور ښځي پوه کئ چي دکمرې مخي ته رانسي .


۳: دا يو سهولت او اساني ده چي د ډېرو ګټورو دیني ، تعلیمي او اصلاحي او اهدافو لپاره استعمالیدای سي نو لهذا ددې د منفي یا پالتو استعمال څخه د امکان تر حده  پرهیز په کار دئ. 

 

نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته