لیکنه : دروېش درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چي بيا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي
باداره! دغه جنــګ دي د وطـــن آخري جنــګ شــي
که زړونه سره یو کړو او لاســــــــــونه ســــــره ورکړو
دا کاڼـــي به لعلونه شي، دا بوټــــي به لونګ شي
تر څـــو به دوی په کلــي کلي ګرځي دا به وايــــــــي
چي دا مېنه دي ورانه شي او هغه کور دي ړنګ شي
ته بله ډېـــوه نه يــــې او که چـــــرته ډېوه هم شې
له ما به هیله نه کوې چي د به مــــــــي پتنګ شي
که ګورې له لستونيه به يـــــې سور خنجر را ووزي
دروېشــــــه! چـ ي روان درسره څوک دلته پرڅنګ
www.taleemulislam.net