نبي کريم صلی الله علیه وسلم راتلونکي سوداوي منع کړي دي :
اول : نَجَش : د بل د تېرايستني د پاره د بايع څخه په ګران قيمت د شي غوښتلو ته نَجَش وايي، د مثال په ډول د بايع ملګرى د مشتري په مخ کي د مَبِيعِې قيمت وپوښتي او په ګران قيمت يې ځني وغواړي خو د رانيولو اراده يې نلري بلکي مشتري په تېرباسي ، مشتري ته ځان داسي ښکاره کوي لکه دى چي هم د دې شي رانيونکى دى تر څو هغه تير باسي ، هغه ته داسي فکر پيدا کړي چي د بايع قيمت مناسب دى ځکه نو بل رانيونکى هم لري .
دوهم : السَوم علي سَوم غيره : د بل په سودا کي ور ولېدلو ته سوم علي سوم غيره وايي .
که بايع او مشتري د شي پر قيمت موافقې ته ورسيږي خو فقط د سودا ايجاب او قبول ته خبره پاتي وي نو بل کس ته په دې سودا کي ور ولېدل يا بالادوې پر وهل ناجايز کار دى .
البته که د بايع او مشتري تر منځ ايجاب او قبول وسي هلته بيا سودا لازميږي ، بل يې په بالادوي لا هم نسي ځني ګرځولاى .
د يادوني وړ ده د ليلام سودا جايزه ده ، د ليلام سودا په سوم علي سوم غيره کي نه راځي ، د ليلام سودا ته په عربي بَيْعُ مَنْ يَزِيدُ وايي .
د ليلام په سودا کي که څه هم مشتريان يو پر بل قيمت زياتوي بيا هم جايزه ده ځکه چي نبي صلی الله علیه وسلم د ليلام سودا کړي ده ، بل دا چي په ليلام کي بايع د اولو مشتريانو په نرخ شى نه ورکوي او نه په راضي دى ، بلکي د هغه چا په نرخ شى خرڅوي چي د هغه نرخ تر ټولو لوړ وي .
دريم : تَلَقِّي الْجَلَبِ : يو ښار ته چي د بل ځاى څخه شيان راځي هغه ته جَلَب وايي ، تَلَقِّي الْجَلَبِ دې ته وايي چي په ښار کي ګراني وي ، خلک خوراکي موادو ته اړتيا ولري ، ښار ته چي د خوراکي موادو قافله راځي ، د هغې مخي ته يو څوک ور ووځي ، هلته ټول مواد ځني رانيسي ، پخپل لاس کي يې انحصار کړي بيا يې پر ښاريانو په ګران قيمت خرڅوي .
ځکه په تَلَقِّي الْجَلَبِ نورو مسلمانانو ته ضرر رسيږي .
خو که د ښار خلکو ته يې ضرر نه رسېدي بيا پروا نه لري .
څلورم : بَيْعُ الْحَاضِرِ لِلْبَادِي : بَيْعُ الْحَاضِرِ لِلْبَادِي دې ته وايي چي ښاري سړى قافلې والا ته ووايي شيان دي ماته راکړه ، زه يې په ګران قيمت درخرڅوم ځکه ستا څخه په ارزانه قيمت د لاسه وځي يا دا چي د ښار خلک موادو ته اړتيا ولري خو دوکانداران يې پرښاريانو نه خرڅوي بلکي پر اطرافيانو يې په ګران قيمت خرڅوي .
داسي سودا د عامو خلکو د ضرر او زيان لکبله منع سوې ده ، خو که نورو ته يې زيان او ضرر نه رسېده بيا پروا نه کوي .
پنځم : د جمعې په ورځ تر زوال وروسته چي د جمعې آذان ناري سي نو د جمعې د آذان څخه نيولې بيا د جمعې د لمانځه د ادا کولو تر مهاله سودا کول هم مکروه ده ، ځکه د جمعې د لمانځه د اول اذان څخه به خلک رانيول او خرڅول پريږدي د لمانځه د پاره به تياري نيسي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي