صرف صرافي ته وايي ، په شريعت کي صرف هغي سودا ته وايي چي عوضونه يې د ثمن د جملې څخه وي يعني سره زر يا سپين زر وي .
د سود په فصل کي مو ولوستل چي سودي مالونه که هر يو د خپل جنس سره تبادله کېدى لاس په لاس او سر په سر به وي .
همدا ډول د سود د حرمت علت مو هم وپېژندى چي جنس او قدر دي .
د همدې علت لکبله تفاضل او نَسَاء يعني يو د بل څخه يې زياتوب او پور دواړه حراميږي بلکي سر په سر او لاس په لاس به خرڅيږي .
که د جنس او مقدار څخه يې يو صفت وو او بل صفت يې نه وو مثلا : يو مَكِيلي شى په بل مَكِيلي شي لکه غنم په وربشو پلورل کېدله يا يو مَوْزُوني شى په بل مَوْزُوني شي لکه سره زر په سپينو زرو خرڅېدل بيا يې تفاضل جايز دى ليکن پور يې ناجايز دى .
همدا ډول که غير مَكِيلي او غير مَوْزُوني شى د خپل همجنس په مقابل کي خرڅېدى هلته هم تفاضل جايز دى او پور يې ناجايز دى ځکه د سود د علت د يوه صفت د شتون لکبله يې يوازي نَسَاء حراميږي .
مروجه سکې لکه افغانۍ ، تومن او کلداري د سرو او سپينو زرو حکم لري ، لکه څنګه چي سره زر په سرو زرو خرڅول يا سپين زر په سپينو زرو خرڅول بايد سر په سر او لاس په لاس وي د دغو سيکو تبادله هم بايد د خپل جنس په مقابل کي سر په سر او لاس په لاس وي .
که سره زر په سپينو زرو خرڅېدل بيا يې يو د بل څخه په مقدار کي زياتوب جايز دى ليکن پور يي نا جايز دى يعني سودا به په نقدو لاس په لاس وي .
دغه ډول مروجه سکې لکه افغانۍ په افغانۍ خرڅول هم بايد سر په سر او لاس په لاس وي . د پور سودا او يو د بل څخه يې زياتوب سود بلل کيږي .
يوه سکه په بله سکه لکه افغانۍ په کلدارو خرڅول بايد لاس په لاس په نقدو خرڅه سي ، د پور سودا يې ناجايزه ده البته تفاضل يعني په قيمت او مقدار کي يې يو د بل څخه زياتوب او کمي جايز ده .
که د سرو او سپينو زرو سره کوټ ګد وه ، که کوټ يې تر زرو کم وه يا د زرو سره برابر وه نو هغه ټول د زرو حکم لري او که کوټ يې پر زرو زيات وه بيا د زرو حکم نه لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي