تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨٤٥)
نوم: محمد شفيق
سوال : په ټليفون کي د قرانکريم او احاديثو ترجمه او ليکل او د هغوي ډيليټول ( حذفول) د اسلام له نظره څنګه دى؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ليکل ئې جائز دي، مسح کول (ډيليټ) ئې هم جائز دی، ځکه چي دا په حقيقت کي يو ډول رڼا ده، د هنداري په شان که وليکل سي هم ئې مسح کول د بل جائز شي د ليکلو لپاره جائز دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولو محا لوحا كتب فيه القرآن واستعمله في أمر الدنيا يجوز. الفتاوي الهندية: ج٥، ص٣٢٢. کتاب الکراهية. طبع رشيديه.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان