لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
( اوته دېرشمه برخه )
د نبي صلی الله علیه وسلم رحلت
o د یوولسم هجري کال د ربیع الاول په دوولسمه د دوشنبې غرمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم رنځ نهایت زیات شو، تر دې چې پرکالي او بې هوشي پرې راغله، مور او پلار مې ترې قربان.
o په دې وخت کې فاطمې رضي الله عنها وویل: هی هی پلار جانه دا څومره په تکلیف یې!! نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «لَيْسَ عَلَى أَبِيكِ كَرْبٌ بَعْدَ الْيَوْمِ إِنَّهُ قَدْ حَضَرَ مِنْ أَبِيكِ مَا لَيْسَ بِتَارِكٍ مِنْهُ أَحَدٌ». په بل روایت کې دا الفاظ راغلي دي: «لا کرب علی أبیکِ بعد الیوم، انه قد حضر من أبیکِ ما لیس بتارک منه أحدا». له نن پس به دې پلار هیڅ درد او تکلیف ونه ګوري، پلار ته دې هغه څه راغلي چې هیڅوک خلاصی نه ورنه لري.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې د ځنکدن سختۍ ګاللې چې د عائشې رضي الله عنها سینې ته یې تکیه کړې وه او مخې ته یې د اوبو ډک لوښی و.
o نبي صلی الله علیه وسلم به خپل مبارک لاس د اوبو په لوښي کې د ننه کړ، مبارک مخ به یې ورباندې مسح کړ او فرمایل به یې: «لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، إِنَّ لِلْمَوْتِ سَكَرَاتٍ» له الله پرته حق معبود نه شته، په رښتیا چې مرګ سختۍ لري.
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاس پورته ونیو او وې فرمایل: «فِي الرَّفِيقِ الْأَعْلَى»: په هغه لوړ مقام؛ علیین او یا جنت کې مې هستوګن کړې. په همدې حالت کې یې روح د خپل رب په لور والوته او مبارک لاس یې ولوید. صلی الله علیه وسلم.
o په یوه روایت کې راغلي چې عائشې رضي الله عنها ویلي: وقدْ كُنْتُ مُسْنِدَتَهُ إلى صَدْرِي؟! - أوْ قالَتْ: حَجْرِي- فَدَعَا بالطَّسْتِ، فَلَقَدِ انْخَنَثَ في حَجْرِي، فَما شَعَرْتُ أنَّه قدْ مَاتَ..»: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې خپلې سینې ته راتکیه کړی و، همدغه مهال یې طشت یا کاسه وغوښتله، بیا مې په غېږ کې راړنګ شو، زه ورباندې پوه نه شوم چې رحلت یې کړی؛ صلی الله علیه وسلم.
o امام احمد روایت کا چې عائشه رضی الله عنها وایي: «فبینما رأسه صلی الله علیه وسلم علی منکبي اذ مال رأسه نحو رأسي، فظننت أنه غشي علیه.
o په بل روایت کې راځي: عائشه رضي الله عنها وایي: «قُبِض رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم- ورأسُه بين سَحْري ونَحْري»، قالت: «فلمَّا خَرَجَتْ نفْسُه، لم أَجِدْ ريحا قَطُّ أطْيَبَ منها». رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې رحلت وکړ چې مبارک سر یې زما د غاړې او سینې تر منځ ایښی و. او کله یې چې مبارکه روح ووتله یوه بې مثاله خوشبويي مې محسوسه کړه.
o نبي صلی الله علیه وسلم د یوولسم هجري کال د ربیع الاول په دوولسمه د دوشنبې غرمه په ۶۳ کلنۍ کې رحلت وکړ، مور او پلار مې ترې قربان و صلی الله علیه و آله وسلم.
نوربیا...
www.taleemulislam.net