تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٨۴۲)
نوم: شیر
سوال : زه چی مسجد ته د سهار د لمانځه دپاره ورغلم نوامام اومقتدیان پر التحیاته ناست وه ماهم سنت نه وکړه د دوی سره پر التحیات کښیناستم، امام سلام وګرزوی ما خپل لمونځ اداکړی،نوزه هغه دوه رکعته سنت د دوو رکعتوفرضو څخه کولای سم او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د سهار د سنت قضاء په تبع کي د فرض تر زوال پوري سته، وروسته تر زوال بيا نسته او که يوازي سنت قضا سي دهغو قضاء نسته، نه دلمر ختو تر مخه او نه هم وروسته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا فاتته ركعتا الفجر لا يقضيهما قبل طلوع الشمس ولا بعد ارتفاعها عند أبي حنيفة وأبي يوسف رحمهما الله تعالى والحديث ورد في قضائها تبعا للفرض. الهدايه: ج١، ص١٣٦. باب ادراک لفريضة.
جواب: مولوي عبدلهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفا حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان