لیکوال : نثار احمد صمد، کاناډا
موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال لومړی اذان کیږي ، بیا ټوله د لمانځه لپاره ځانونه تیاروي او کله چی ( د جماعت په لمانځه کي ) پر یوه صف برابر ودریږي اقامة ویل کیږي او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع کیږي . یعني د اذان څخه تر اقامة پوري یو لنډ او محدود وخت وي چي تر نیم ساعت اضافه نه وي . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږي چي دغه نیم ساعت یا شل دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې یا تر هغه لږ موده لمانځه ته د چمتوینې لپاره ده ، یعنی یوه لنډه او ټاکلې موده وي .اوس که موضوع ته ښه ترا ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعني کله چي یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ کی اذان کیږي او بیا لمونځ ورکول کیږي ! پوښتنه دا ده چي اذان خو صحیح دی ، مګر لمونځ څنګه ورکول کیږي ؟ ځواب دا چي د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کي اقامة ویل کیږي ، خو لمونځ یې ورته معطل وي څو چي تر مړیني وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږي !
نو آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړي وروسته د یوې ثانیې څخه نیولې تر یوې پیړۍ پوري باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړیني وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ؟ نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړیني تر شېبې پوري اذان ( په غوږ کي ) ، اقامة ( په ژوند کي ) او لمونځ ( په جنازه کي ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند چي په غوږ کی له اذانه راپیل سوی و ، د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږي ؟
پس آیا د جماعت د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلي او جامع شباهت موجود نه دی او هر مسلمان د همدغسي بهیر په چوکاټ کي تحدید نه وي ؟ نو ستر رب دي د هر مؤمن دغه لنډه او ټاکلې موده سمه کړي چي ضمني یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره ورته تلقین کیږي . خو اراده او فیصله په موږ پوري اړه لري او ځکه نو اوس هم ناوخته نه دی . یعني نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .