تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩٥۶)
نوم: شراف الدين اشرفي
د اوسېدو ځای: فراه
سوال : دمیرمني پر خپل خاوند څو حقونه دي؟ او دخاوند پرخپلي ښځي څومره حقونه لري؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په لنډ ډول: ميړه به د خپلي ميرمني خرڅ ورکوي، ښه ژوند به ورسره کوي او ښځه به په جايزو کارونو کي دميړه خبره مني.
ميړه او ماينه به يو د بل متقابل احترام ساتي په ښو کارو کي به يو د بل سره مرسته کوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ. الاية
(٢):الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ. سورت النساء ايت٣٤.
(٣):فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ. سورت النساء، ايت٣٤.
جواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان