تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري( اخترمحمد روبین) لومړۍ برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2024
  0

لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

  یو شعر څو خبري 

(اخترمحمد روبین) 
لومړۍ برخه


ښاغلی اخترمحمد روبین، خدایداد زوي او دنیکه نوم یې محمد عیسی دی،  اوسېدو اصلي ځای یې کندهار د شاولي کوټ ولسوالي د ویان کلی دئ.  د نوموړي اوسنی د اوسېدو ځای د کندهار ښار ۱۲ناحیه ده د عمر ۲۷ پسرلي یې پوره کړي دي  همدارنګه زده کړي یې د لیسانس تر کچي د کندهار پوهنتون ښوونه او روزنه پوهنځۍ کیمیا څانګه کي کړي دي. 


اوس د استادی په مقدسه دنده بوخت دی د خپل مسلک تر څنګ شاعري هم کوي چي دشاعري پیل یې په ۱۳۹۸ ه ش کال کړی دی تراوسه چاپ اثار نه لري خو د ښه آیندې تمه ورته کیږي؛ نوموړي د لوی کندهار ادبي بهیر د غونډو په تالار کي هره پنجشنبه داسي شاعران راځي چي د شعر له اوریدلو څخه یې سړی دونه متاثره کیږي چي ته به وایې چي سربسته کتاب پر ولیکم ځکه پر هر بیت یې خورا ډیري خبري کیږي او هره خبر یې بیا څو اړخونه لري زه به ان شاالله تر دې عنوان لاندي (یو شعر څو خبري) د ځینو شاعرانو یو یو شعر ستاسو و حضور ته تقدیم کوم.


په دې لیکنه کي به د اختر محمد روبین یو شعر ستاسو حضور ته وړاندي کړم.


روبین صاحب د شعر ښه سلیقه لري د ویلو انداز یې هم ځانګړی دی خاص خوند او کیف لري د ښه شعر د لیکلو تر څنګ د شعر د ویلو انداز زیات مهم دی په روبین صاحب کي هم د ښه شعر د لیکلو او هم د ویلو استعداد سته لاندي څو بیتونه یې او زما لنډي خبري او نظر راسره مطالعه کړی.


غزل


ستا د راتګ په احترام باید چي و دریږي
زړه په سینه کي په سلام باید چي و دریږي


روبین په پورته بیت کي د خپل محبوب په راتلو خپل واک او اختیار هغه ته ورسپاري او نه غواړي چي زړه خپل طبعي حرکات چي د انساني ژوند د بقاء لپاره تر سره کوي، وکړي په دې بیت کي نهایت د فرمان منونکي ژوند لپاره یو مثال وړاندي سوی دی او دا یو مثال پېش کوي چي د چا په وړاندي که د احترام عادات کوي نو داسي یې وکړي چي د خپل اختیار یوه زره هم کار نه سي. دا نو په انسانانو پوري اړه چي دا واک سلبول یې د چا په وړاندي دي ځکه د شعرڅخه هر څوک خپله معنی باسي هر څوک د خپلي زاویې څخه ورته ګوري. 


خلګ د دې هستۍ په قدر باید و پوهیږي
ښکلو ته هر څوک لاس پر نام باید چي و دریږي


دلته د ښکلي څخه مراد د ټولني هغه طبقه ده چي د یو چا له خوا د احترام وړ وي لکه: مور اوپلار،  نېکان، عالمان، پوهان، مسلکي کسان استادان یا هغه خلګ چي خلګو ته یې ګټه رسیږي. لکه: رحمان بابا هم یو ځای وایی:


خدایه څه سول هغه ښکلي، ښکلي خلګ 
په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلګ 


په ریښتیا هم د ښکلو خلګو په وړاندي باید د احترام سرونه کښته کړو د ښکلو برکت دئ، چي موږ ته یې ښکلې لار، ښکلي کارونه، ښکلي څه برابر کړي دي. 


چي پښتنه ټولنه خپل منزل رسان پیدا کي
دا سړی کلي ته امام باید چي و درېږي


شاید روبین صاحب په یو چا کي د مشری او قیادت استعداد ویني نو نورو ته وایي  که غواړی چي پرمختګ وکړي نو دي سړي ته د مشرتوب د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړي او اسلامي اصل هم دا دی چي په چا کي چي د مشری او قیادت وړتیا وي هغه باید چي مشر سي ځکه الله په قرانکریم کي فرمایی چي تاسو امانتونه خپلو اهلو ته ور وسپاری؛ نو په چا کي که اهلیت موجود وي هغه نور هم تشویق کړی او کار ور وسپاری، رټی یې مه عناد، عداوت مه ورسره کوی او تورونه مه پوري تړی.


فکر دي نه دی د خدای کور لره دعوت شروع دی
په دغه وخت کي هر کلام باید چي و دریږي


روبین په دې بیت کي خلګو ته اولیتونه ښیی، هو ریښتیا موږ باید اولیتونه وپېژنو چي دا څه شی دئ، زموږ چي کور وران دئ، اساسي علت یې دا دی چي تر اوسه پوري مو اولیتونه نه دي پېژندلي که دا وپېژنو کار سم دئ، کار څه وخت حق د اولیت لري عبادت څه وخت حق د اولیت لری د چا حقوق اول دي د چا دا ور پسې دي اولیتونه باید وپېژندل سي بیانو کارونه هم سمیږي او ګډوډۍ هم له منځه ځي. د خدای د عبادت حق هغه وخت اداء کړه چي وخت یې سي او د مخلوق حق هغه وخت اداء کړه چي وخت یې راسي یو په بل کي یې مه ګډوه که دي داسي وکړه بیانو ټولنه د ګډوډیو خواته نه ځي. که دي د چا څخه واخیست هغه وخت یې ور کړه چي د اداء وعده دي کړې وي که دي نه کړه پیدا، د نه پیدا کیدو عذر ورته وړاندي کړه، نو به اعتماد له منځه نه ځي.

 

که دي مزل تر خپل منزله رسولای نسي
د دې مزل مخته دوام باید چي و دریږي


روبین صاحب عجبه ښه خبره کوي وایی: چي د یو کار په شروع کي لا د هغه کار پر انجام فکر وکړه که دي پایته نه سوای رسولای نو دوام مه ور کوه، ریښتیا هم ډېر خلګ داسي دي چي هر کار راشروع کوي پایته یې فکر نه کوي چي نتجه به یې څه را ووزي. نړۍ والي پر مخ تللي ټولني داسي دي چي کوم کار په راتلونکي کښي کوي پلان اوس ورته جوړ کړي او کرار کرار کار پر کوي اخر یې په بریاليتوب سره پای ته ورسوي او موږ برعکس یو کار چي مو مخکي کړی وي اوس فکر پر کوو چي که مو دا داسي کړی وای زیاته ګټه به یې راته کړې وای او زموږ په اکثره خلګو کي نوښت نسته او نه ارزښت ورکوي ټول تقلید کوو، که چا ښه تعمیر جوړ کړ ټول کوښښ کوو هغه رقم یې جوړ کړو، که یو چا یو کاروبار فعاله کړی او ښه پیسې یې په کښي پیدا کړي ټوله هغه کار راباسو اخر خپل کار هم خراب کړو د هغه کار ته هم زیان ور واړوو، موږ باید د هر څه په وړاندي خپل د فکر نیلی ځین کړو او د بریا پر میدان یې وځغلوو او کامیابي تر لاسه کړو. 

 

'روبینه' مینه دي په زړو کي بچي وزېږوي
د نفرتونو انتقام باید چي و دریږي


څونه د کار خبره یې کړې ده دا هم اسلامي جنبه لري او هم ټولنیزه، که موږ  د نفرت په دام کي ګیر سو بیانو د هر چا هر څه بد راته معلومیږي غټ مرض دئ، چي موږ په اخته یو موږ د میني او محبت ته زیاته اړتیا لرو ځکه دا د اسانیو تاداو او بنسټ دی مینه ده چي د انسانانو تر منځ د مشکلاتو د له منځه وړلو باعثه ګرځي، مینه ده چي یو انسان بل انسان د انسان په سترګه ګوري، مینه ده چي په ټولنه کي په انسانانو کي د یو او بل حقوق پېژني که مینه نه وي نو انسانان به د یو او بل په وړاندي همېشه په سنګر کي وي، مینه د انسانیت لپاره لکه هوا، اوبه او خواړه که دا نه وي ژوند امکان نه لري او مینه ده چي انسانان، حیوانانو ته هم ځان مکلف بولي چي حقوق یې پر ځای کړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته