تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۱۱)
نوم: محب الله
د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )
سوال : زما یو ملګری دی هغه ماته وویل چي ماپه کور کي قسم واخیست چي د روژمات وخت ته ۵ دقیقي پاته وي په دغه وخت به هیڅ شي و کور ته نه راوړم، خو بیا ده ته په دا بله ورځ د غرمې شاوخوا کي د مستو ورته وویل چي کورته ئې راوړه، نو دده هیر سوه، خو چي کله روژمات ته ۶ دقیقې پاته وي نو دده یاد سول، نو اوس دی ۳ روژې ونیسي او که یا؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په قسم کي که د یو کار د نه کولو له پاره ټاکلی وخت وټاکي د هغه ټاکلي وخت د رارسیدو څخه مخکي که هغه کار وکړي نه حانث کیږي (قسم نه پر اوړي).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا أضافه إلى شرط وقع عقيب الشرط. الهدایة: ج۲، ص۸۰، باب الایمان في الطلاق. المکتبة الحبیبیة.
سوال: اګر کس حلف کرد که من فلان روز دین اواد کنم وسابق ازان ادا کرد حانث شود یا نه؟
اګر حلف کرد که فلان روز دین او اداکنم و سابق ازان اداکرد حانث نه شود. فتاوی دارالعلوم دیوبند. ج۱۲، ص۵۶، مکتبه دارالاشاعت.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان