تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۶۷)
نوم: عبدالباري
د اوسېدو ځاى: ( کوئټه پاکستان)
سوال : په لمانځه کي د قران شریف سورتونه په قراني ترتیب سره ویل ضروري دي او که نه مثلاً ایا زه کولای سم په لومړي رکعت کي سوره الناس چي د قرانکریم ترټولو وروستی سوره ده ووایم او په دریم رکعت کي بیا سوره اخلاص یا بله سوره ووایم؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د قرانکریم سورتونه په ترتیب سره ویل واجب دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويكره الفصل بسورة قصيرة وأن يقرأ منكوسا إلا إذا ختم القران (درالمختار: منکوسا ) بأن يقرأ الثانية سورة أعلى مما قرأ في الأولى لأن ترتيب السور في القراءة من واجبات الصلوة. ردالمحتار: ج۱، ص۵۱۰، فصل في القراءة.
(۲): فتاوی دارالعلوم دیوبند: ج۴، ص۹۸، دارالاشاعت.
جواب: مولوي سید عبدالحکیم
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان