تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۶۲۷)
نوم: محمد الله
د اوسېدو ځای: کابل
سوال : زه ځینی وختونه چي لمونځ کو م تر سر خپل څادر تاووم یو کس راته وویل یا سمه لونګی پر سر کړه یا په خولئ کي لمونځ وکړه داسي کول بدعت دی دا څنګه دی ؟ او د شرعي لنګوټې څومره اندازه ده او نور مشخصات يې څه دي ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
بدعت نه دى ،په لونګۍ کي لمونځ کول افضل دى ، څادر (پټو ) د لونګۍ پر ځاى خو په عرف کي لونګۍ ده ، البته که څادر پر سر شاوخوا تاو کړي او د سر مينځ يې لڅ وي بيا لمونځ مکروه دى . او په عرف کښي پټو پېچلو ته لنګوټه نه وائي.
لونګۍ چي تور ر نګ وي داښه ده (١) خاص اندازه نه لري (٢) او شمله د اوږو په منځ کي د يوې لويشتي په اندازه يا د ملاتر منځ يا د ناستي تر ځايه درې سره جائز دي .
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): نُدِبَ لُبْسِ السَّوَادِ وَإِرْسَالُ ذَنَبِ الْعِمَامَةِ بَيْنَ الْكَتِفَيْنِ إلَى وَسَطِ الظَّهْرِ ، وَاخْتَلَفُوا فِي مِقْدَارِ مَا يَنْبَغِي مِنْ ذَنَبِ الْعِمَامَةِ .... الخ . الفتاوي الهنديه : ج٥، ص٣٣٠ . الباب التاسع في اللبس مايکره من ذالک وما لا يکره .
(٢): عمامه کے طول و عرض کي کوئى حد متعين نہيں عرف ميں جس کو عمامه کہيتے ہيں اسي کو مان ليا جائے گا . جامع الفتاوي : ج٣، ص١٦٤.