تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩۴۳)
نوم: عتيق الله مبشير
د اوسېدو ځای: لشکرګاه
سوال زما پوښتنه داده چي صغيره ګناهونه کوم او کوم اعمال صغيره ګناهونه دي ؟
جواب :
حامدًا و مصلياً
د کبيره ګناهونو څخه ماسيوا نور ګناهونه صغيره دي دکبيره ګناهونو ښکاره او عام فهمه تعريف دادى: هره هغه ګناه چي لکبله ئې حد لازميږي يا ئې پر کوونکى په قران او حديثو کي لعنت او غضب ويل سوي وي، اويا ئې د سزا ګواښ پر ورکول سوى وي هغه ټول په کبيره ګناهونو کي راځي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): أَمَّا اصْطِلاَحًا : فَقَدِ اخْتَلَفَتْ عِبَارَاتُ الْعُلَمَاءِ فِيهِ فَقَال بَعْضُهُمْ : الصَّغِيرَةُ - مِنَ الذُّنُوبِ - هِيَ كُل ذَنْبٍ لَمْ يُخْتَمْ بِلَعْنَةٍ أَوْ غَضَبٍ أَوْ نَارٍ. الموسوعة ،ج٢٧ ، ص١٧ ، طبع علوم اسلاميه کوئټه .
(٢): أما الصغائر أو السيئات: فهي التي لم تقترن بوعيد شديد أو بحدّ، كالنظر إلى المرأة الأجنبية . التفسيرالمنير ،ج٣ ، ص٤١ ، طبع مکتبة رشيديه کوئټه .
(٣):والمراد من الصغائر...کالنظر الى مالا يحل النظراليه من المراة الاجنبية ، الخ ، الفقه الاسلامي ، ج٧ ، ص٥٥٥٤ .طبع مکتبه رشيديه کوئټه .
جواب : مولوي احمد الله
الجواب صحيح : مفتي جان محمد راشد ، مولوي شاولي الله ، مولوي سردار محمد و مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان