تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۳۴)
نوم: سنځر
سوال : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: من حلف بغير الله فقد أشرك)
ژباړه: کوم شخص چي د الله ماسیوا په بل شي قسم واخیستی نو هغه شرک وکړ، که دغه حدیث ته یوڅه شرح ورکړی.
جواب :
حامداً و مصلياً
د یاد سوي حدیث تشریح پخپله د ذکر سوي حدیث راوي امام ترمذی رحمة الله علیه تر حدیث لاندي کړیده، چي د شرک څخه مراد حقیقي او اصطلاحي شرک مراد نه دی بلکي مراد ورڅخه په غیر الله سره د قسم اخیستلو ګناه او تعلیظ دی، ځکه چي په غیر الله یعنی د الله تعالی د نامه او دهغه د صفاتو څخه پرته په بل شي سره قسم اخیستل نا جائز دی.
علامه ابن حجر رحمة الله پر دې چی د الله تعالی د نامه څخه پرته پر بل شی باندي قسم ناجائز دی د علماؤ او فقهاؤ اجماع رانقل کړیده البته که څوک داسي قسم واخلي هغه مشرک نه بلل کیږي بلکي ګناهګاره بلل کیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال ابو عيسى هذا حديث حسن وفسر هذا الحديث عند بعض أهل العلم أن قوله فقد كفر أو أشرك على التغليظ والحجة في ذلك حديث ابن عمر أن النبي صلى الله عليه و سلم سمع عمر يقول و أبي أبي فقال ألا إن الله ينهاكم أن تحلفوا بآبائكم.... قال أبو عيسى هذا مثل ما روي عن صلى الله عليه و سلم أنه قال إن الرياء شرك. ترمذي: ص۶۴۸. النذور والایمان. دارالمعرفة بیروت. عام الطبع: ۱۴۲۳.
(۲): اجمع العلماء على ان اليمين بغير الله مكروهة منهي عنها لا يجوز لأحد الحلف بها...اتفق الفقهاء على ان اليمين تنعقد بالله وذاته وصفاته العلية. فتح الباري شرح صحیح البخاري: ج۱۱، ص۵۴۰.
دارالریان للتراث الطبعة الأولی. ۱۴۰۷ه ق
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان