تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی یو ماهر مسلمان سو (۴)
 
  September 1, 2016
  0

 لیکنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

آسټو بلاسټ (Osteoblast) او آسټیو کلاسټ (Osteoclast) حجرې (د هډوکي د جوړولو مسؤلینې حجرې)

دغه دوه ډوله حجرې آسټو بلاسټ (Osteoblast) او آسټیو کلاسټ (Osteoclast) حجرې صرف هډوکي غټوي، نمو ورکوي او اندازه یې ټاکي، آسټوبلاسټ (Osteoblast) د هډوکو تنه او بڼه غټوي او آسټیو کلاسټ (Osteoclast) حجرې بیا هډوکي کلکوي او سختوي یې.

 

په لومړي ځل کي کله چي یو انسان ماشوم وي د انسان هډوکي نرم وي، چي بیا ددغو حجرو له کبله کلکیږي ، سختیږي اوغټیږي، په وړکتوب کي آسټو بلاسټ (Osteoblast) حجرې ډیر کار کوي دا ځکه د ماشوم نمو ژر صورت نیسي نو ځکه دغه حجرې مجبوره دي چي هډوکي هم ورسره غټ کړي؛ د انسان د بدن د هډوکي ټول نظام ددغو دوه ډوله حجرو په واک کي دی، دغه حجرې په دې پوهیږي چي کوم هډوکی په کومه اندازه غټ کړي، په کومه اندازه سره یې باریک او پنډ کړي، په کونه اندازه سره یې اوږد کړي، په کومه اندازه سره پسور ورکړي، د بېلګي په ډول سره د پښو هډوکي باید څومري اوږده سي، څومري عرض ولري، څومري کلک سي، او د جمجمې هډوکي باید څومري کلک او په کومه بڼه سره جوړ کړل سي.

اوس پوښتنه دا ده: دغو حجرو ته دغه علم او پوهه چا ورکړېده چي دغه هډوکي په دغه اندازه سره اوږده که، په دغه اندازه سره عرض ورکه، په دغه اندازه سره یې کلک که؟ ایا که دغه دنده و یوه انسان ته ورکړل سي هغه به خیانت پکښې ونکړي؟

دغه حجرې څومري د هډوکو د جوړولو مهارت لري، چي دا بشپړ پوره یو علم دی، چي دغه هډوکي داسي مستقیم که، داسي یې کوږ که، داسی یې ګردی که، داسي یې لنډ که، داسی یې کلک او سخت او داسي نور... دا ټول او هرڅه چا ورکړیدي؟ ایا که دغه ستره دنده و یوه انسان ته ورکړل سي ، په داسی صداقت او متابعت سره به یې ترسره کړي لکه چي دغه وړې حجرې یې ترسره کوي؟ نه هیڅکله نه! بلکې دا د الله جل جلاله مخلوق دی، او ټول د الله رب العزت تابع دي او د یوې زرې په شان سره د الله په اوامرو کي کمی نه کوي.

 الله فرمایي: وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ.(سورت الروم: ۲۶)

ژباړه: هرڅه چي په اسمانو او ځمکه کي دي ټول د الله دي، او ټول دده تابع دي.

مخکنۍ برخي:

د کیمبریج پوهنتون د بیولوژۍ ماهر مسلمان سو

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته