تعلیم الاسلام ویب پاڼه
يوه ورځ افلاطون یو بد شکله او بد رنګه ځوان ولیدی چي يوه بل ښایسته ځوان ته يې بد ویل کول، خوافلاطون دغه ځوان د بد ويلو څخه منعه کړی او ویل : ته باید ده سره په ډیر ادب مخامخ سې، بدرنګه ځوان د افلاطون څخه پوښتنه وکړه او ویل: آیا ادب پر ځینو خلکو لازم دی او پر ځینونه دی؟
افلاطون و ویل: یا هیڅکله داسي نه ده خو پر هر انسان دا لازمه ده چي په هنداره کي خپل مخ ته وګوري،
که يې خپل مخ ښایسته ولیدی نو د اخلاقو بدي دي په دغه ښایست نه کوي، او که يې خپل مخ بد رنګه ولیدی نو دي دوې بدۍ په ځان کي نه سره یو ځای کوي، چي هم يې مخ بدشکله وي او هم يې اخلاق خراب وي.
www.taleemulislam.net