د طلاق صريح لفظونه نيت او نښي ته اړتيا نه لري ، د طلاق په صريحو لفظونو يو رجعي طلاق واقع كيږي .
د طلاق صريح الفاظ يعني د ( ط ، ل ، ق ) څخه كه فعل لکه طَلَقَکِ يا مشتق اسم لکه طَالِق جوړ سي او د طلاق عدد او شمېر ورسره ياد نه کړل سي يو رجعي طلاق په واقع كيږي .
د مثال په ډول كه يو څوك خپلي ښځي ته ووايي : طلقتكِ يا انتِ طالق يا انتِ مُطَلقَة ، په دې ټولو صورتونو كي يو رجعي طلاق واقع كيږي .
که په دا ډول حالت كي په زړه كي د دوو يا درو طلاقو نيت وكړي بيا هم يو رجعي طلاق په واقع كيږي .
په عربي كي مصدر كله د فاعل يا د مفعول په معنا هم كارول كيږي ، نو كه څوك د طلاق د صريحو الفاظو مصدر د فاعل يا د مفعول او یا هم د مفعول مطلق په ډول وكاروي دلته كه دى د عدد نيت و نه لري نو هم يو رجعي طلاق په واقع كيږي .
دغه ډول كه د طلاق مصدر د فاعل يا مفعول يا مفعول مطلق په ډول وكاروي او په زړه كي د دوو طلاقو نيت ولري بيا هم يو رجعي طلاق په واقع كيږي .
خو كه د صريح الفاظو مصدر د فاعل يا مفعول او يا د مفعول مطلق په ډول استعمال كړي او په زړه كي د درو طلاقو نيت ولري نو بيا درې طلاقونه په واقع كيږي ، ځكه درې طلاقه د جنس او نوع لكبله هم فرد یعني یو ګنل كيږي .
د مثال په ډول كه څوك ښځي ته ووايي :
انتِ الطلاق يا انتِ طالق طلاقا دلته كه دى د عدد نيت و نه لري همداسي دا خبره ورته وكړي ، يا د دوو طلاقو په نيت دا وينا ورته وكړي نو يو رجعي طلاق په واقع كيږي .
كه دا وينا د درو طلاقونو په نيت ورته وكړي نو بيا درې طلاقونه واقع كيږي ، ځكه دا د طلاق نوعي فرد بلل كيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح