تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۴۴)
نوم: شراف الدین اشرفي
د اوسېدو ځاى: (فراه افغانستان )
سوال : یوه ښځه په کومو حالاتو کي اجازه لري چي واده او محفل ته ولاړه سي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ښځه د میړه په اجازه په حجاب او پرده کي کولای سي چي دخپلوانو پوښتني یا ودونو ته ولاړه سي خو د فسق او عریانۍ محفلونو ته د نارینه ؤ تګ لا هم جواز نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): و یمنعها من زیارة الاجانب و عیادتهم والولیمة و ان اذن کانا عاصیین. خلاصة الفتاوي: ج۲، ص۵۳، جنس اخر فی خروج المراءة من البیت.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان