تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٣١٠)
نوم: علي احمد
سوال : ايا جهري ذکر په اسلام کي روا دى او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د جهري ذکر په اړه هم احاديث راغلي دي او په سري باندي هم. بيا ردالمحتار د احاديثو تطبيق (١) د فتاوي خيريه په حواله داسي کړي دي : ذکر خفي افضل دى په داسي ځاي کي چي بېره د ريا وي او و لمونځ کوونکو او خوب کوونکو ته تکليف ورکوي او جهر افضل دى په هغه ځاي کي چي ددغو شيانو څخه خالي وي، مراد د ذکر څخه د الله الله ويل دي په ډېر ادب او احترام سره او هاها هوهو اوازونه او تر خوله ځګان غورځول او بې هوښه کېدل هغه ته ذکر نه ويل کيږي او د ښځو جهري ذکر مطلقًا ناجائز دى .
کتبه: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) وَالْجَمْعُ بَيْنَهُمَا بِأَنَّ ذَلِكَ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَشْخَاصِ وَالْأَحْوَالِ كَمَا جُمِعَ بِذَلِكَ بَيْنَ أَحَادِيثِ الْجَهْرِ وَالْإِخْفَاءِ بِالْقِرَاءَةِ وَلَا يُعَارِضُ ذَلِكَ حَدِيثُ " { خَيْرُ الذِّكْرِ الْخَفِيُّ } لِأَنَّهُ حَيْثُ خِيفَ الرِّيَاءُ أَوْ تَأَذِّي الْمُصَلِّينَ . ردالمحتار،ج۱ ،ص۴۸۸- رشیدیة. مطلب في رفع الصوت بالذکر وکذا في فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج٢، ص٢٢١، سوال نمبر١٢٥.