ترتیب کوونکی: ن. رفیعي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حضرت ابو عبيده بن الجراح رضي الله تعالی عنه د نسب لړۍ:
ابوعبيده عامر بن عبدالله بن الجراح بن هــلال بن اهيب بن عتبه بن حارث بن فهر بن مالک بن نضر بن کنانه.
بل کتاب يې بيا په څه فرق سره راوړي : ابو عبيده (رضى الله تعالى عنه ) عامر بن عبدالله بن هلال بن اهيب بن صبعه بن حارث بن فهر القريشي ، مشهور په کنيه باندي وو او دده لقب آمين الامة وو. (۱)
د حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه) مبارکه څېره او بڼه:
ابوعبيده بن الجراح رضی الله عنه نرى سړى وو او په مخ باندي يې غوښه کمه وه، ږيره مبارکه يې رنګ کړې وه او مخامخ دوه غاښونه يې هم لوېدلي وه، چي دا دوه غاښونه يې د احد په غزا کي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د غشي ايستلو په وخت کي لوېدلي وه. هغه سر بېره پر دغو صفاتو د ښې مرکې او خوږو خبرو د پوره تواضع او د ډير حياء څښتن وو، مګر دومره ؤ، چي کله به سخته ورباندي راغله او خبره به ډيره غټه او سخته سوه، نو د زړور زمري په شان به يې وردانګل او هيڅ ويره به يې نه کوله، هغه د تـوري د تېغ په شان ځلېدونکى ، تېره او غوڅونکى وو . (۲)
د حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضي الله تعالى عنه ) د اسلام راوړلو قيصه:
حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضي الله تعالي عنه) د (سابقون الاولون) د ډلې څخه دى حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضي الله تعالي عنه) د هغه کسانو د ډلې څخه دى، چي د حضرت ابوبکر صديق (رضي الله تعالی عنه) په دعوت يې اسلام راوړى دى د يزيد بن نعمان څخه روايت دى، چي عثمان (رضى الله تعالى عنه) عبيده بن حارث، عبدالرحمن بن عوف، ابو سلمى بن اسد او ابو عبيده بن الجراح رضي الله تعالي عنهم ټولو په يوه ورځ ايمان راوړى دى او ټول په يو وخت د رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) په خدمت کي حاضر شول هغوى ته يې اسلام وړاندي کړ او د شريعت احکام يې ورته واورول. د حضرت ابوبکر صديق (رضي الله تعالى عنه) بلني د هغوى فکر او ذهن مخکي لا پاک کړى وو، له دې کبله دوى په يوه ورځ په يوه وخت کي د رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) په خدمت کي حاضر شول او اسلام يې ومنی او دا هغه وخت وو، چي رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) د ارقم رضی الله عنه کور ته نه ؤ دننه شوى.
په کوم وخت کي چي ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) اسلام قبول کړ په هغه وخت کي په مسلمانانو باندي ډيره زياته سختي وه د مکې خلک په هيڅ صورت دې خبري ته تيار نه وو، چي د هغوی د ښار يو سړى دي د هغوي د نيکونو دين پرېږدي او د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) دين دي ومني، ځکه نو چا به چي د هغوى د اميدونو او ارزوګانو پر ضد اسلام ومنی؛ نو پر هغه سړي به يې د تېري او ظلم غرونه راښکته کول. (۳)
د مکې خلکو په ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) باندي هم د هغه د اسلام راوړلو له امله ډېر زيات ظلمونه کړي دي، د ظلم او تېري د اوج زمانه هغه وخت وه، چي د نبوت څلورم کال وو په پيل کي د قريشو ظلمونه او جبرونه څه معمولي غوندي وو؛ مګر څومره چي د مسلمانانو شمېر زياتېدی د هغوی سره د مکې کفارو ظلمونه او تېري هم ورځ په ورځ زياتېده تر دې ور سېده، چي تر پنځه کاله پوري دا لړۍ تر ټولو ځوانانو ورسېدله د اسلام په سر ددې ظلم او تېري په نتيجه کي مسلمانانو ته په مکه کي هستوګنه ګرانه شوه او خبره تر دې ورسېده ،چي د مکې کفارو به هر چیري مسلمانان وليدل؛ نو د څارويو په څېر به ورباندې راولېدل او تر هغې به يې نه پرېښودل، چي تر څو يې د هغوى په نظر د دې کار پوره سزا نه وي ګاللې. د حبشې له هجرت څخه وروسته کله چي نور صحابه د مکې د کفارو د ظلمونو او تېريو څخه د خلاصون لپاره د مدينې په لور هجرت کولو ته اړ شول ؛ نو حضر ت ابوعبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) هم د حبشې څخه مدينې ته مهاجر شو. (۴)
د حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه) فضايل:
عن انس قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) إِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَمِينًا وَإِنَّ أَمِينَنَا أَيَّتُهَا الأُمَّةُ أَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ. (بخاري).
د انس (رضى الله تعالى عنه ) نه روايت دى وايي ، چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) فرمايلــي دي ،چې د هر يو امت يو امين وي او ددې امت امين ابو عبيده بن الجراح دی.
اګر چي نور صحابه کرام هم امين وو، خو ابو عبيده بن جراح (رضى الله تعالى عنه ) د نورو نه ممتاز وو.
عن أنس أن أهل اليمن قدموا على رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا ابعث معنا رجلا يعلمنا السنة والإسلام. قال فأخذ بيد أبى عبيدة فقال « هذا أمين هذه الأمة ». (مسلم)
د انس (رضى الله تعالى عنه ) نه روايت دى چې د يمن څخه خلک د رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) خدمت کې حاضر شول او عرض يې وکړ، چې يا رسول الله زموږ سره داسي سړى ولېږه، چي هغه موږ ته اسلام او حديث وښايي؛ نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) د ابوعبيده (رضى الله تعالى عنه) لاس یې ونيوی او وې ويل ، چې دا ددې امت امانت دار دى.
عن حذيفة قال جاء أهل نجران إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا يا رسول الله ابعث إلينا رجلا أمينا. فقال « لأبعثن إليكم رجلا أمينا حق أمين حق أمين ». قال فاستشرف لها الناس - قال - فبعث أبا عبيدة بن الجراح. (۵)
د حذيفه (رضى الله تعالى عنه ) نه روايت دى وايي، چي د نجران خلک د رسول (صلى الله عليه وسلم ) خواته راغلل او ويې ويل يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) موږ ته يو امانت دار سړى راولېږه، حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) وفرمايل : خامخا زه تاسو ته يو امانت دار سړى درلېږم هغه بېشکه امانت دار دى راوي وايي : خلک په انتظار کي وو، چې څوک به لېږي رسول الله (صلي الله عليه وسلم ) ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) ولېږه.
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ شَقِيقٍ ، قَالَ : قُلْتُ لِعَائِشَةَ : أَيُّ أَصْحَابِهِ كَانَ أَحَبَّ إِلَيْهِ ؟ قَالَتْ : أَبُو بَكْرٍ , قُلْتُ : ثُمَّ أَيُّهُمْ ؟ قَالَتْ : عُمَرُ , قُلْتُ : ثُمَّ أَيُّهُمْ ؟ قَالَتْ : أَبُو عُبَيْدَةَ ثم من قال فسكتت. (۶)
ترجمه : د عبدالله بن شفيق نه روايت دی ما د بي بي عايشې (رضى الله تعالى عنها ) نه تپوس وکړ، چې اصحابو کې ډير خوښ رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) ته څوک وو، هغې وفرمايل ، ابوبکر ما وويل ، بيا څوک ، هغې وويل بيا عمر ما وويل بيا څوک هغې وويل ابوعبيده بن الجراح ما وويل بيا څوک نو هغه چپ شوه .
أن عمر بن الخطاب قال : لو أدركت أبا عبيدة بن الجراح لا ستخلفته و ما شاورت فإن سئلت عنه قالت : استخلف أمين الله و أمين رسول الله صلى الله عليه و سلم. (مستدرک)
ترجمه : د ثابت بن حجاج نه روايت دى، چې عمر بن خطاب (رضى الله تعالى عنه ) فرمايلي دي که ما ابو عبيده بن الجراح موندلى واى نو هغه به مې خليفه ټاکلى واى او د هغه په خليفه ټاکلو کي به مي له هيچا څخه مشوره نه وه اخيستې او که د هغه په هکله له مانه پوښتنه شوې واى؛ نو ما به ويلي واى ما د الله (جل جلاله) امين او د هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم ) امين خليفه ټاکلى دى.
طبراني راوړي دي، چې حضرت عمر (رضى الله تعالى عنه ) د غلام په لاس څلور سوه ديناره ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) ته وروليږلې، چي دا ستا د شخصي ضرورتونو د رفع کولو لپاره دي او غلام ته يې وويل : پام پرې کوه ،چي په دې پيسو باندې څه کوي. (۷)
کله چي غلام پيسې ورکړې؛ نو د يو ساعت لپاره هلته تم شو حضرت ابو عبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) ټولې پيسې په بېوزلو او مسکينانو ووېشلې حضرت عمر فاروق (رضى الله تعالى عنه ) دغه رنګ حضرت معاذ بن جبل (رضى الله تعالى عنه) ته هم يوه اندازه پيسې ورولېږلې هغه هم ټولې پيسې په بېوزلو او مسکينانو ووېشلې غلام چې حضرت عمر فاروق (رضى الله تعالى عنه ) ته راغى او دا خبر يې ورته واوراوه حضرت عمر (رضى الله تعالى عنه ) خوشحاله شو او ويې ويل (( انهم اخوة بعض من بعض )). (۸)
دوى دوه ورونه دي او يو د بل مددګار دي.
حضرت عمر (رضى الله تعالى عنه ) ته د وفات مخکي ځينې صحابه کرامو د خلافت لپاره د يو کس د ټاکلو د مشورې په باره کې وويل : حضرت عمر (رضى الله تعالى عنه ) ورته وويل :کاشکې ابوعبيده بن الجراح (رضى الله تعالى عنه ) ژوندى واى ؛ نو ما به هغه ټاکلى واى. (۹)
اخذ لیکونه:
۱: جمال الدین ابوالفرج ابن الجوزی ،صفة الصغوه ، دريم چاپ(۱۴۰۴-۱۹۸۵)دارالمعرفه بيروت لبنان، ۳۶۵،۱
۲: شهال الدين ابو الفضل احمد بن علی بن حجر العسقلانی ،الاصابه فی تميز الصحابه ،اول چاپ(۱۳۲۸)هـ، دارالمعرفه بيروت لبنان،۲۵۳،۲
۳: شيخ عز الدين، ابو الحسن علی بن ابی الکريم،اسد الغابه ،دارالتراث العربی بيروت لبنان ،۷۹،۳
۴: زين الله ، وحدان، ابوعبیده بن الجراح ، (۲۰۰۷) نیو کابل کتاب پلورنځی،۴ص
۵: ابوالحسن مسلم القشیری النسا بوری، صحیح مسلم اول چاپ (۲۰۰۹- ۱۴۳۰) مکتبته البشری، ۴۲،۷
۶: ابو عیسی محمد بن عیسی ، سنن ترمذي ،مناقب ابو عبیده بن الجراح، تاج کتب خانه قصه خوانی پشاور،دچاپ کال (۱۹۹۴) ۲، ۸۱۹
۷: ابوعبدالله ،احمد بن محمد بن حنبل،فضایل الصحابه ،احیاالتراث چاپ ځای مکه مکرمه، اول چاپ (۱۴۰۳-۱۸۸۳) ۷۴۰،۲
۸: فضایل الصحابه ،۷۴۲،۲
۹: صفة الصفوه، ۳۶۵،۱