ظِهَار د اسلام څخه وړاندي د جاهلیت په زمانه کي د طلاق یو ډول وو .
د جاهلیت په دور کي ، که چا خپلي ښځي ته ویلي وای چي ، انتِ علی کظهر امي ، ته پر ما داسي حرامه یې لکه زما د مور شا ، په دې وینا ښځه پر طلاقه کېدله او دا ډول وینا د طلاق د پاره رواج درلودی .
د اسلام په دین کي دا د جاهلیت د زماني رواج له منځ څخه ولاړ ، که څوک خپلي ښځي ته ووايي : انتِ علی کظهر امي ، طلاق نه په واقع کيږي البته په دا ډول وینا لنډ مهاله حرمت راځي .
که څوک خپلي ښځي ته ووایي : انتِ علی کظهر امي ، ته پر ما داسي حرامه یې لکه زما د مور شا ، نو دا ظِهَار بلل کیږي ، تر هغه مهاله چي د ظِهَار کفاره یې ادا کړې نه وي دا سړی د خپلي ښځي سره هیڅ ډول نژدېکت نسي کولای .
د مور څخه علاوه د بلي دا ډول ښځي سره په تشبیه ورکولو هم ظِهَار راځي چي هغه د تل د پاره پر سړي حرامه وي ، لکه خور ، لور او خاله .
د بېلګي په ډول که څوک خپلي ښځي ته ووایي : انتِ علی کظهر اختي ، په دې ډول وینا هم ظِهَار راځي .
دغه ډول که د ظَهر یعني د ملا پر ځای د نس ، ورانه او بل اندام سره چي د هغه لیدل ورته حرام وي تشبیه ورکړي هم ظِهَار راځي مثلا : انتِ علی کبطني امي ، ورته ووایي په دې سره هم ظِهَار واقع کيږي .
د ظهار حکم
په ظِهَار طلاق نه واقع کیږي بلکي د لنډي مدې د پاره ښځه پر حرامیږي .
مُظَاهِر یعني ظِهَار کونکى چي د ظِهَار کفاره ورکړي بیا دا حرمت پورته کیږي ، د ښځي څخه د پخوا په شان خپل جنسي حاجت پوره کولای سي ، خو تر څو چي د ظِهَار کفاره یې ادا کړې نه وي تر هغه مهاله نه جماع ورسره کولای سي او نه یې مچول يا په مزه لاس پر تېرول ورته جائز دي .
د کفارې تر ادایني دمخه به ښځه هم خپل مېړه ځان ته نه پرېږدي .
که مېړه د ظِهَار د کفارې په اداینه کي ځنډ راوستی قاضي کولای سي چي د ښځي څخه د ضرر د دفعي د پاره د هغې د غوښتني پر اساس مېړه د کفارې و ادایني ته اړ باسي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي