تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري ( لسمه برخه/ ډاکټرعطاءالله تاج)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 1, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (لسمه برخه) 

ډاکټرعطاءالله تاج

 

له نن څخه څوکلونه وړاندي د علامه بابا (پوهاند عبدالشکور رشاد) په کور کي د علامه بابا د زوي ډاکتر طارق رشاد سره ناست وم چي یو کس راغلي تور بکس یې په لاس کي وو تر روغبړ وروسته داکتر طارق رشاد دا کس راته معرفي کړ چي دا داګتر عطاءالله تاج نومیږي د روزګان ولایت اوسیدونکي دی او اوس دلې په کندهار کي اوسيږي د شعر او لیکوالۍ سره هم علاقه لري، له هغې ورځي مو له تاج صاحب سره د ملګرتیا لین وغځېدی بیا تر اوسه پوري ډیري سړې او تودې مو په مینځ کي سره راغلي دي. نوموړې په خوله تیز او په زړه پاک اوسپېڅلی دی، په دې سبب همېشه د ملګرو ورسره جنجال وي هغه خبره په خوله کوي چي په زړه کي یې وي، نو هغه کسان چي له نژدې یې نه پېژني ژر ورڅخه خوابدي کیږي او کله چي یې وپېژني بیا نو ورسره خوشحاله وي. ډېره نرم دله مهربانه او په خوله تېز دی. راسئ تر لنډي پېژندني وروسته یې شعر د لنډ تحلیل سره وګورو. 


د شاعر لنډه پېژندنه


نوم: ډاکټرعطاءالله تاج


دپلارنوم: ملک شیرین خان


د نیکه نوم: وکيل تاج محمد خان


د اوسیدو اصلي ځاي: روزګان


د اوسیدو اوسنۍ ځای: کندهار


عمر: ۵۰


زده کړه: منځنی طب اوسياسي علوم 

 
شغل: طب


مدني حالت: متاهل


اولادونه: اته 


د کوچنیوالي څخه له شعر سره علاقه لري. 

 

چاپ اثار: نلري


ناچاپ اثار: په راتلونکي کي به یوه ټولګه اماده کړي


غزل 


اوس دپښوپراوږو بارده
هغه لکه ملا دی ولاړه 


تاج صاحب په لنډو سیلابو کي داسي غزل وړاندي کړې ده چي نوره شاعري ونه کړي په دغه غزل په دده نوم ژوندی وي؛ ځکه که شعر، شعر وي هغه به تل پاته او ژوندی وي، موږ یې ښه مثال د حاجي میرویس خان نیکه مور نازو انا یادولای سو هغه مبارکه وایي:


سحرګاه وه د نرګیس لیمه لانده 

څاڅکي، څاڅکي یې له سترګو څڅېده 


ما ول څه دي ښکلې ګله ولي ژاړې؟
ده ول ژوند مي دی یوه خوله خندېده 


نو تاج صاحب په دې شعر کي د ژوند ټوله فلسفه بیان کړې ده نوموړی وایی چي کله ځواني تېره سي بیانو نور خلګ څه کوې چي ستا مدد دي وکړي خپل د وجود پر غړو دي لا بدن بار سي او د ستړیا احساس کوي په دې بیت کي دا پیغام هم سته چي ملا په بدن کي حیاتي اهمیت لري خو چي کله له کار ولویږي بیا نو پر پښو یې وړل هم بار سي ددې بیت څخه موږ دا تنبه هم اخیستلای سو چي که یو څوک د مملکت رئیس جمهور هم وي یا د کورنۍ مشر وي. داسي وخت پر راتلونکی دئ چي نوموړی په بیا پر هغه چا بوجیږي چي ده یې په ورین تندي خدمت کړی دئ. او د نېستی والي غوښتونکي به یې وي. 


د ډاکتر صاحب په پورته بیت کي د طب نظر هم ځای سوی دی کله چي انسان تر څلویښتو کلنو واوړي او وزن یې زیات وي بیا د نورو ناروغیو تر څنک د پښو په دردونو هم ورسره اخته وي نو تاج صاحب د شعر په ژبه خلګو ته خپل مسلکي خبره کړې ده. د پورته بیت په تاید یې لاندي بیت وایي: 


تورو ګونځویې ځای ونیو
د سپین مخ ښکلا دي ولاړه


کله چي عمر تېر سي نو د نورو ښکلاوو تر څنګ د مخ ښکلا هم کډه کوي او ځای يې  بدرنګۍ ته پاته سي.

 

دیاقوتو خزانه وه 

دخولګۍ کلادی ولاړه


بیاهم هغه موضوع ده خو په جلا الفاظو په شاعرانه الفاظو شاعر داسي نه وایي چي خوله دي کنډوله سوه غاښونه دي ووتل شونډان دي را وځړېدل؛ بلکي په شاعرانه الفاظو داسي دالایل پېشوي چي هم شاعرانه کیف پکښې دی او هم حقایق، همدارنګه شاعرانه ترکیبونو یې بیا ځانه خوند  کړی دئ. 

 

دوړیو په شان ښکارې
د اوربل ځلا دی ولاړه


په دې بیتو کي یې د ژوند هر اړخ په شاعرانه انداز بیان کړی دئ، ریښتیا هم هغه زلفي چي شاعر یې  د مار او ښامار سره ورته بولي او د ځان د خوړو او تباهۍ سبب یې بولي او د معشوقې د ښایست اسباب یې بولي؛ خو په اخیر کي داسي حالت ته ورسیږي چي بل وخت یې  شاعر د پسه د وړیو سره مثال یادوي نو په دې ژوند مغروره کیدل نه ښایي.

 

چي په سترګودي خوړل کا
له هغو بلا دي ولاړه 


تاج صاحب د انسان د بدن هغه اعضاوي یادوي چي په ژوند کي زیات اهمیت لري خو وروسته د هغه د بې معنی کیدو خبره په داسي الفاظو کوي چي انسان ته نه ښایې چي په مغروره سي او دا د ځان له پاره د کمال اسباب وبولي. 

 

ځواني تاج سره جوړه وه
دځوانۍ لیلادی ولاړه


ځواني هغه هستي ده چي دهغې په وجه تاته ډير شیان محیا وي کله چي نېستي سي بیا یې د کمي احساس زیات سي کله چي انسان کوچنی وي نوموړی داسي فکر کوي چي تل به دا د خوبونو وخت وي چي له خوبه یې اغوندم او له خوبه یې خورم او څښم، خوکله چي ځوان سي بیا داسي فکر کوي چي ټوله عمر دغه د مستۍ، عیش وعشرت وخت وي خو کله چي دا ټول تېر سي بیا نو د افسوز مرحله راسي او راغلي امیدونه دي د سیلاب د اوبو په څېر له ځانه سره یو سي.


د تاج صاحب د نورو پنخونو او بریاوو په هیله.

 

نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته