حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه فرمایي چي یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه یادونه وکړل او ويې فرمایل: کوم شخص چي د لمانځه حفاظت کوي نو دا به دده لپاره نور وي، او (د ایمان د کمال) دلیل به وي او د قیامت په ورځ به د نجات ذریعه وي، او څوک چي د لمونځو حفاظت ونه کړي د هغه لپاره به نه نور وي او نه به (د ایمان د کمال) دلیل وي، او نه د نجات ذریعه او د قیامت په ورځ به يې د قارون، فرعون، هامان او ابی بن خلف سره (حشر) وي. رواه احمد والدارمي والبیهقي في شعب الایمان