تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسنۍ څه شې دي؟
  تعلیم اسلام ویب پاڼه
  August 8, 2024
  0

 لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم اسلام ویب پاڼه 

 

رسنۍ څه شې دي؟
زموږ مسلمانان وړونه او خويندې د رسنیو څخه څه زده کړي؟ 

 

رسنۍ په حقیقت کي څه شي ته ویل کیږي او زموږ په ټولنه کي څنګه او د څه شي لپاره استفاده کیږي، رسنۍ هغه شی دی چي په واسطه یې موږ خپل ږغ او فکر تر نورو خلکو رسوو، خو داچي په اوسنۍ زمانه کي رسنۍ په ټولنه کي ډېر رول لري په خاص ډول بیا راډیو او تلویزون، که څه هم کومي ټولنیزي شبکې چي اوس په جهان کي استعمالیږي هغه ته هم رسنۍ ویل کیږي خو راډیو او ټلویزون بیا ډیر د خلکو تر مینځ رول لري، ځکه راډیو داسي شی دی، چي هر څوک لاس رسۍ ورته لري او کولای سي چي غوږ یې باسي او دا ښکاره خبره ده چي کوم څوک رسنۍ اورې ارومرو دهغه منفي او مثبتو شیانو څخه چي رسنۍ کي نشر کیږي متاثره کيږي او ممکن خلک د رسنیو د همکارانو سره ناسته ولاړه کوي تعلق ورسره ساتي او چي کوم څوک د چا سره کښېني ناسته ولاړه ورسره کوي او خبرو ته یې غوږ نسي نو په ده کي هم دهغه تأثیرات او عادات پیدا کیږي، نو باید رسنۍ کوم څه نشر کړي؟ او همکاران یي کوم کسان وي؟ او کوم صفات ولري؟


د اوس په وخت کي دا ډیر مشکله ده، چي د رسنیو همکاران دي ټول په اسلامي کلتور او فرهنګ سمبال سي، ځکه چي اوس رسنۍ د بیلابیلو اغراضو لپاره نشرات کوي، د مختلفه افکارو لپاره مخته ځي حتی ځني رسنۍ خو لا داسي وي چي اصلیت او هدف یې نوي معلوم بلکي د نظام تابع وي که نظام فاسد وو د دوی نشرات هم فاسد او غیر اسلامي نشرات دي، او که نظام اسلامي وي بیا دوی دې ته اړ دي چي اسلامي نشرات به کوي، چي داسي رسنۍ د اسلام، دین او ټولني لپاره هیڅ خدمت نسي کولای او نه هم د اسلام او مسلمانانو لپاره خیرخواهي غواړي، بلکي دوی ددي تر څنګ چي ټولني ته د اسلام د چوکاټ څخه وتلي او منفي نشرات کوي او دا نه غواړي چي د خلکو افکار او اذهان دي په اسلام او اسلامي ویناوو باندي سمبال سي.


راځئ چي رسنۍ وپېژنو او پدې پوه سو چي رسنۍ څه هدف او غرض لري:


۱ هغه رسنۍ چي بلکل د غرب مفکورې په مسلمانانو کي نشروي او دا غواړي چي مسلمانان او بیا په ځانګړي ډول ځوانان په غربي او کفري مفکورې او ذهنیت او په غربي کلتور او فرهنګ ته راواړوي ترڅو زموږ د ځوانانو فکرونه او کلتور غیر اسلامي وي، چي تاسو وینئ ځني ځوانان چي لباس، صورت، سیرت او ذهنیت یې ټول بلکل د غرب په شان دی، او زموږ ځوانان یې زموږ څخه اړولي او زموږ د لاسه څخه یې اېستلي.


۲ هغه رسنۍ دي چي په یوڅه بې ارزښته دنیا باندي خطاوتلي او غلېدلي دي او خپل ددي اسلامي ټولني او مسلمانانو فرهنګ یې پري اېښي او منفي فکرونه نشروي، خو ممکن دا خلک به دا اراده نلري چي خلک دي د اسلامي فرهنګ څخه په خپلو پوچ نشراتو باندي منعه کړي؛ خو د بلي خوا څخه خطااېستل سوي او غولېدلي دي.


۳ هغه رسنۍ دي چي ددوی مقصد او غرض فقط تجارت او خپل شخصي ګټي او شخصي اغراض دي، چي دا رسنۍ ددې تر څنګ چي ولس او مسلمانانو ته ګټه نه رسوي په خپل هدف کي هم نسي کامیابه کیدلای، ځګه دوی فقط رسنۍ د اعلاناتو منبع ګرځولي او نور هیڅ داسي خپروني نلري چي ولس ته دي ګټه ورسوي او مسلمانان دي ورڅخه صحیح استفاده وکړي، دا پدې خاطر وایو چي رسنۍ یواځي پر اعلاناتو باندي بناء نده که څه هم اعلانات د یوې رسنۍ اقتصادي برخه تموېلوي خو داسي چي ټوله ورځ رسنۍ فقط اعلانات نشر کړي او بغیر له اعلاناتو څخه دي بل څه اوریدونکو ته وړاندي نکړي دا نه د یوې رسنۍ اصول دي او نه هم دا رسنۍ ده، بلکي دا دخپل شخصي منفعت لپاه چلول کیږي بله کومه عامه کټه نلري، ددي نو مثالونه ښکاره دي د وضاحت ضرورت یي نسته.


۴ هغه رسنۍ چي د خلکو ذهنونه او افکار ګډوډ کوي او خلکو ته بې کټي او اټکلي بې سرمنشأ خپروني او پروګرامونه وړاندي کوي او خلک خندوي، دا اصلا د جامعې اصلاح نه بلکي جامعه تخرېبوي او کوم کسان چي پداسي رسنیو کي کار کوي او ددوی په وینا دوی رسنیو او ولس ته خدمت کوي دا خلک یا خو دغه کارونه او پروګرامونه د خپل معاش د اخېستلو لپاره خلکو ته وړاندي کوي او چي هر څومره ډیر خلک و خندوي هغومره اداره ورڅخه خوشحاله کیږي، او یاخو ددي لپاره چي په جامعې کي فحشا، بي حیایي او بي حجابې رامنځه کړي. 


۵ هغه رسنۍ چي د ټولني اصلاح غواړي، د الله جل جلاله رضاء او د دین رسَوَلْ یې و خلکو ته مقصد وي، دا غواړي چي خلګ اصلاح سي، خلک د توحید په عقيدې سره سمبال کړي، غربي فکرونه او غربي فرهنګ ورکول غواړي، د ځوانانو د عقائدو سمول او ځوانان د الله جل جلاله و دین ته را بلل یې لوی هدف او مقصد وي، وخپل ولس او مسلمانه ټولنه ته د خدمت لپاره یې خپل وخت وقف کړی وي، خو داسي کسان یواځي د رسنیو له لاري نه بلکي د ټولنېزو شبکو له لاري هغه که تلویزون، فیسبوک، واټساپ، تلیګرام و غیره.... وي او چي د هرې لاري څخه وي خلګو او ولس ته په ښه نیت خدمت کوي.


اوس به دې ته راسو چي زموږ مسلمانان وړونه او خویندي باید د رسنیو څخه څه زده کړي؟


داچې رسنیو ته خلګ او ښځي، سپین ږرې او ځوانان ټول غوږ نسي ځکه رسنۍ هر څوک په خپل کور کي اوري او تر څنګ یې خپل کار هم کوي نو باید زموږ وړونه او خویندې ډیرۍ متوجه وسي د رسنیو څخه هغه څه غوږ باسي چي د دوی په ګټه وي، د هغو شیانو څخه جداً ډډه وکړي کوم پروګرامونه چي ګټه پکښي نسته، هغه خپرونې چي خلک پکښي خندول کیږي او داسي ټوکي ټکالي پکښي کېږي چي ناجائز او غیر مشروع دي، او منفي خبرونه یې ستاسو ذهنونه ګډوډ کوي هغه مه اورئ دا که څه هم په ظاهره کي خندا او یو څو دقیقې ستاسو طبیعت په سم دی، خو دا په حقیقت کي درواغ او هسي عبثيات دي هسي بې سر منشأ قیصې، ټوکي او ټکالي دي چي ستاسو ذهنونه در څخه پوچ کوي او ستاسو اصلي مقصد در څخه اخلي د عبادت، طاعت څخه مو منعه کوي، اصلا داسي رسنۍ مه اورئ چي ستاسو ذهنونه مشوش کوي ستاسو هغه اصلي اهداف او اصلي لاري در څخه ورکه وي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته