تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۹۸۷)
نوم: ابراهیمي
د اوسېدو ځاى: ( کابل افغانستان)
سوال : کله چي زما عمر د ۱۰ الي ۱۶ کلونو تر منځ وو او موږ په خپل کلي کي اوسېدو نو په دې زمان کي مو د ځینو کلیوالو مڼې، ناک، الوبالو، وچ لرګي، جوار او سنجتي او داسي نور په غلا باندي شکول او خوړل به مو، او په هغه وخت کي مو دا ټول کارونه د جهالت له وجهي کړي دي او په دې نه پوهیدو چي دا ګناه ده، نو اوس غواړم دا ټول جبران کړم باید څه وکړم؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د صحیح اټکل له مخي دي د هغوی د میوو یا لرګیو قیمت په هرنامه چي وي ورته ورسوي که هغوی وفات سوي وي، و وارثانو ته دي ئې ورسوي او که نه هغوي او نه ئې وارثان مندلای سي بیا ئې د هغوي له پاره صدقه او خیرات کړي، که مالک یا ئې وارثان بخښنه درته وکړي په دې هم ستاسو غاړي خلاصیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والأصل أن المستحق بجهة إذا وصل إلى المستحق بجهة أخرى اعتبر واصلا بجهة مستحقة إن وصل إليه من المستحق عليه وإلا فلا. الدر مع الرد: کتاب البیوع باب البیع الفاسد.
(۲): ويردونها على أربابها إن عرفوهم ، وإلا تصدقوا بها لأن سبيل الكسب الخبيث التصدق إذا تعذر الرد على صاحبه. ردالمحتار: کتاب الحضر والاباحة، فصل في البیع.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سیدعبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان