تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۵۸)
نوم: حمیدالله لودین
د اوسېدو ځاى: ( مسکو روسیه )
سوال : دنامحرمه هلک سره د نامحرمه انجلۍ یا دنامحرمه انجلۍ سره د هلک خبري څنګه دي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د نامحرمه هلک او انجلۍ ترمنځ خبري اتري او عاشقانه اړیکي جواز نه لري، البته دضرورت په وخت کي د ضرورت په اندازه لکه د رانیولو او خرڅولو پر مهال د سودا خبري کول جواز لري. والله اعلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم: إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنَ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لاَ مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ الْمَنْطِقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِى وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ وَيُكَذِّبُهُ.
ژباړه: ابوهریرة رضی الله تعالی عنه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی: چي الله جل جلاله پر ابن ادم باندي یوه حصه د زنا لیکلی ده خامخا به دی و هغه ته رسیږي.
هغه دا چي زنا د سترګو کتل دي و هغه چاته چي و ده ته ئې کتل ناروا وي، او زنا د ژبي خبري کول دي د هغه چا سره چي خبري کول ورسره ناروا وي.
و في روایت والاذن زناها الاستماع. د غوږو زنا د نا محرمي ښځي اواز اوریدل دي په شهوة سره. ابوداود: ج۱، ص۳۰۹، باب ما یومر به من غض البحر.
(۲): بخاري: ج۲، ص۹۲۳، قبیل باب التسلیم والاستیذان ثلثا.
قال العلامة المحدث الشیخ انورشاه کشمیري رحمه الله: ولا بُدَّ فيه من تنبيهٍ، وهو أن السمعَ، والبصرَ، والنظرَ قد تَصِيرُ مقصورةً أيضاً، وذلك حين يَعْجَزُ عن المنتهى - أعني الزنا ... وحينئذٍ لا ريب في كونها كبيرةً.
ژباړه: اوریدل او لیدل کله کله مقصود ګرځي که دوی و زنا ته نه ورسیږي بیا نو دغه اوریدل او لیدل کبیره ګناه ده. فیض الباري شرح صحیح البخاري: ج۴، ص۴۱۰.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان