حضرت سفیان بن عبدالله الثقفي رضي الله عنه فرمايي چي ما و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:
ما ته د اسلام یوه داسي خبره راوښیه چي تر تاسو وروسته د بل چا څخه د پوښتني اړتیا پیدا نه سي. ده مبارک وفرمایل: (په ژبه او زړه سره دا) اقرار وکړه چي پر الله مي ایمان راوړی دی او بیا (پر همدغه اعتراف او اقرار) قایم واوسه. رواه مسلم (یعني الله تعالی په ذات او صفاتو کي یو بلل او د اسلام احکام حق بلل او عملي کول).