عایشه رضی الله عنها فرمایي چي ما د رسول الله ﷺ څخه په بعضي لمونځونو کي دغه دعا واورېدل:
اللهم حاسبني حساباً یسیرا. (یا الله زما سره اسانه حساب وکړه). حضرت عایشه رضی الله عنها وايي چي ما ورته وویل: ای د الله نبي! د اسانه حساب مطلب څه شي دی؟ ويې فرمایل: (اسانه حساب داسي دی) چي بنده خپله عمل نامه وګوري او الله تعالی ور تېر سي. ای عایشې! یقیناً په دغه ورځ که د چا سره په حساب کي مناقشه وکړل سوه هغه هلاک سو. رواه احمد