د ښځي خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى د مېړه او ماينې د اقتصادي حالت برابر لازميږي که ښځه او څښتن يې دواړه ثروتمن او بډايان وه نو د بډايانو د حالت وړ خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى به ورته برابروي .
که ښځه او مېړه دواړه مسکينان وه نو د مسکينانو د حالت برابر نفقه يې پر مېړه باندي لازميږي .
که په مېړه او ماينې کي يو خان او بل مسکين وو نو بيا به د منځني او متوسط حالت خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى ورته برابروي .
سړى که بډا وو نو پر هغه باندي د خپلي ښځي د يوه خادم خرڅ هم لازميږي .
ښځه د هستوګني د پاره پر مېړه د داسي خوني حق لري چي هغه ځان ته دروازه او قلف ولري او هلته بل څوک ور سره نه اوسيږي ، خو که ښځه د ګډي خوني په ژوند راضي وه نو بيا کولاى سي ، ځکه ښځه خپل مېړه ته تر خپل حق ور تېرېدلاى سي .
که د ښځي خونه په کور کي عليحده او بېله وه خو په کور کي د مېړه د خپلوانو څخه داسي څوک هم اوسېدل چي دا يې ځوروله او تکليف يې ورکاوه نو بيا دا پر مېړه حق لري چي د هستوګني د پاره بېل سراى ورته برابر کړي .
که د ښځي څښتن دونه مسکين وو چي د خپلي ښځي د نفقې توان يې نه درلودى ، نو بيا دا ښځه کولاى سي چي د قاضي د حکم په اساس په هغه اندازه پيسې پور کړي څونه چي د دې د نفقې د پاره ټاکل سوي وي ، هر مهال چي يې مېړه وسع پيدا کړى بيا د هغه څخه د دې پورونو مبلغ اخيستل کيږي .
که قاضي يو ښځي لره د اِعسَار نفقه وټاکي يعني مېړه يې لاستنګى او مسکين وو د هغه د مسکنت سره برابر يې د ښځي نفقه پر لازمه او وټاکله ، وروسته سړى شتمن وګرځيد ، ښځي يې د قاضي څخه د شتنمۍ د حالت برابر نفقه طلب کړه نو د شتمنۍ د حالت برابر نفقه به ورته پوره کوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي