رالېږونکې خورکۍ: ح. نوري
د دعوت اهمیت لکه څرنګه چي په کلام الله کي ذکر سو همدارنګه په نبوي کلام کي هم ددې اهمیت ذکر سویدی. رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د خپل ژوند په اوږدو کي په هر ډګر،هر ځای ،هر وخت او حالت کي یې د الله پاک و سپیڅلي دین ته انسانان را بللي دي .
د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حال داسې ؤ چي په ټولو حالاتو کي يې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کولو ، حتی د ډوډۍ خوړلو په وخت لکه چي په حديث شريف کي راځي :
۱- عَنْ عِكْرِمَةَ بْنِ عَمَّارٍ حَدَّثَنِى إِيَاسُ بْنُ سَلَمَةَ بْنِ الأَكْوَعِ أَنَّ أَبَاهُ حَدَّثَهُ أَنَّ رَجُلاً أَكَلَ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِشِمَالِهِ فَقَالَ « كُلْ بِيَمِينِكَ » (صحیح مسلم ، جز ۶ ، ص ۱۰۹ )
ژباړه : يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په چپه لاس باندي خوراک کولو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمايل : په ښي لاس باندي خوراک کوه.
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
۲- (عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا) (صحیح مسلم ، جز ۸ ، ص ۶۲)
ژباړه : له ابي هريرة نه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کوم بنده چي د نيکۍ طرف ته خلکو ته دعوت ورکړي نو ده لره به د هغو ټولو خلکو هومره اجر او ثواب وي څوک چي د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .
۳- جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
(حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ حَفْصِ بْنِ غِيَاثٍ حَدَّثَنَا أَبِي حَدَّثَنَا الْأَعْمَشُ حَدَّثَنَا شَقِيقٌ سَمِعْتُ حُذَيْفَةَ يَقُولُ بَيْنَا نَحْنُ جُلُوسٌ عِنْدَ عُمَرَ إِذْ قَالَ أَيُّكُمْ يَحْفَظُ قَوْلَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْفِتْنَةِ قَالَ فِتْنَةُ الرَّجُلِ فِي أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَوَلَدِهِ وَجَارِهِ تُكَفِّرُهَا الصَّلَاةُ وَالصَّدَقَةُ وَالْأَمْرُ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيُ عَنْ الْمُنْكَرِ ) (صحیح البخاری ، جز ۱۷ ، ص ۵۹۵)
ژباړه : د سړي لپاره په اهل ، ځان ، اولاد ، ګاونډې کي فتنه او امتحان دی، دده لپاره روژه ، لمونځ، زکات او صدقه او په ښو کارونو باندي امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول د ګناهونو کفاره ګرځي .
۴- رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
« عن أبي أمامة الباهلي قال : ذكر لرسول الله صلى الله عليه و سلم رجلان أحدهما عابد والآخر عالم فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم ” ثم قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم -: إن الله وملائكته وأهل السموات والأرضين حتى النملة في حجرها، وحتى الحوت ليصلون على معلم الناس الخير» (سنن ترمذی ، جز ۵ ، ص ۵۰،)
يعنې : د عالم فضيلت په عابد باندي داسي دی لکه زما فضيلت ستاسو څخه پر ادنا باندي ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يقيناً الله تعالی ، د هغه ملائکي ، د آسمانونو او ځمکو اهل او حتی په غارونو کي ميږيان او حتی ماهيان په هغه باندي درود وايي چي خلکو په خير باندې لارښوونه کوي .
۵- بل حدیث شریف کي راځي:
(عن ابی نافع قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ) (المعجم الکبیر للطبرانی ، جز ۱، ص ،۴۰۳ )
له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چي پرې لمر راخيږي او پرېوزی غوره دي.
۶- همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
(عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم ) (صحیح البخاری ، جز ۹، ص ۲۴۵)
له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل : په الله سوګند دی که چيري ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سرو اوښانو بهتره دی.
۷- جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((عن حذيفة عن اليمان : عن النبي صلى الله عليه و سلم والذي نفسي بيده، لتأمرنّ بالمعروف، ولتنهونّ عن المنكر، أو ليوشكنّ الله أن يبعث عليكم عقابًا من عنده، ثم تدعونه فلا يستجيب لكم)) (سنن الترمذي ، الجز ۴، ص۴۶۸)
ژباړه : په هغه ذات مي دي قسم وي چي زما روح یې په واک کي دی، تاسو به خامخا ښو ته خلک رابولئ او له بدو به یې منعه کوئ، او که دا کار ونکړی نږدې ده چي الله به خپل عذاب په تاسو نازل کړي، بیا به تاسو دعاوې کوئ اوقبلیږې به نه.