تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عقبې سره اول بيعت
  تعليم الاسلام ويب سايټ
  July 11, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۰ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عقبې سره اول بيعت

 

موږ مخ کي درته و ويل چي د بعثت د يوولسم کال د حج په موسم کي د اهل یثرِب څخه شپږ نفره و اسلام ته داخل سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې وعده وکړه چي موږ به ستا رسالت او اسلام خپل قوم ته رسوو، نو د دوى د کار نتيجه دا سوه چي په را تلونکي موسم کي يعني: د بعثت د دوولسم کال د حج په موسم کي چي د ميلادي سنې د (621) کال د جولاى مياشت وه د یثرِب څخه دوولس نفره مسلمانان د حج دپاره راغله چي په دوى کي پنځه نفره هغه کسان وه چي په تېر کال کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ليدلي وه او هغه شپږم نفر چي د دوى سره په سږ کال کي نه ؤ راغلى هغه جابر بن عبدِالله بن رِئاب ؤ او د دغو نوو راغلو اوو نفرو  نومونه په داسي ډول سره وه:


1-  ذکوان بن عبد القيس (الخزرجي) چي د بني زُريق څخه ؤ.
2 -  معاذ بن الحارث (الخزرجي) چي د بني نجار څخه ؤ.
3-  عُباده بن الصامت (الخزرجي) چي د بني غنم څخه ؤ.
4-  يزيد بن ثعلبه (الخزرجي) چي د بني غنم د حُلفاوو څخه ؤ. 
5-  العباس بن عُباده (الخزرجي) چي د بني سالم څخه ؤ. 
6 -  ابوالهيثم بن التيهان (الأوسي) چي د بني عبدالاشهل څخه ؤ.
7 -  عُويم بن ساعده (الأوسي) چي د بني عمرو بن عوف څخه ؤ.


دغه دوه آخرني نفر د أوس د قبيلې څخه وه او نور ټول د خزرج د قبيلې څخه وه، دغو دوولسو نفرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په منْى کي د عقبې سره وليدل او دالته يې بيعت هم ور سره وکړى، دا هغه بيعت دى چي بيعت النساء ورته ويل کيږي، يعني: د ښځو بيعت، که څه هم په دغه بيعت کي ښځي نه وې موجودي خو نوم د بيعت النساء په دې سبب پر کښېښوول سو چي په دې بيعت کي پر ايمان، اطاعت او ښو اخلاقو وعده وه، په دې بيعت کي جهاد نه ؤ او د ښځو بيعت هم داسي ؤ چي ايمان پر الله او رسول الله، الله ته به شريک نه نيسي، لمونځ او د الله جل جلاله  اطاعت به کوي، غلا او زنا به نه کوي، څرنګه چي په دغه بيعت کي هم د جنګ او جهاد ذکر نه ؤ نو ځکه بيعت النساء ورته ويل کيږي.


 امام بخاري د عُباده بن الصامت رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته و ويل: راسى پر دې بيعت را سره وکړی چي الله ته به هيڅ شريک نه نيسى، غلا به نه کوى، زنا به نه کوى، خپل اولادونه به نه وژنى،  يو د بله به تهمت او بُهتان نه سره واياست، په ښو کارو کي به زما نا فرماني نه کوى. 


که چا پر دغو کارو وفاء وکړه د هغه اجر پر الله دى او که د يو چا څخه د دغو کارو مخالف کار پيښ سو او په دنيا کي جزاء ورکول سوه هغه يې کَفاره ده او که د يو چا څخه مخالف کار پيښ سو او الله جل جلاله   یې حال پټ کړى، يعني: څوک نه سوه په خبر د هغه حساب پر الله دى که يې خوښه وه جزاء به ورکړي او که يې خوښه وه وبه يې بخښي، عباده رضی الله عنه  وايي موږ پر دغو کارو بيعت ور سره وکړی، دغو نفرو د خپل اسلام اظهار وکړی او په اسلام سره يې اقرار وکړی او د ډيرو نفرو د ايمان را وړلو خبر يې هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و وايه، چي هلته په مدينه منوره کي نورو ډيرو نفرو هم ايمان را وړى دى،کوم وخت چي د حج موسم پاى ته ورسېدى نو دغو نفرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه وغوښتل چي د دوى سره يو نفر مدينې منورې ته وليږي چي هلته مسلمانانو ته د اسلام  احکام او قرآن ور وښيي او هغه کسان چي تر اوسه پر شرک پاته دي په هغو کي اسلام نشرکړي، ځکه هلته په مدینه منوره کي اسلام نشريږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دغه سفارت دپاره د هغو ځوانانو څخه يو ځوان انتخاب کړى چي د سابقينُ الاولين يعني: اولو مسلمانانو څخه ؤ چي هغه مُصعَب بن عُمَير رضی الله عنه  ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

سرته