حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم، ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم د احد غرته وختل نو غر (د خوښۍ څخه) وښورېدی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پخپله پښه ووهی او ورته ويې فرمایل: تم سه ای احده! پر تا باندي یو نبي، یو صدیق او دوه شهیدان ولاړ دي. (د غره ښورېدل او د حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما شهادت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم معجزه ده).