تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوښی او خوشحالی ژوند
  تعلیم الاسلام ویب باڼه
  April 23, 2024
  0

لیکنه: محمد اسمعیل شهاب/ تعلیم الاسلام ویب باڼه  


د خوښی او خوشحالی ژوند       

                                                                                                  
اسلام د اولادونو د واده لپاره مور او پلار ته د هغوی په اجازه د هغوی خوښۍ ته په کتو او پابندي باندي یو ځانګړی اهميت ورکړی دی، مګر اولاد ته ئې هيڅکله دا اجازه نه ده ورکړې، چي هغه دي و ظاهري حسن او جمال ته په کتو ځان خطا باسي او يو بې دينه، بد اخلاقه او بې نزاکته مېرمن کورته راولي او خپل ضعيفه مور او پلار نور هم په تکليف کړي. حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما خپله يوه درس ورکوونکې واقعه د نوي ځوانانو لپاره بيانوي: زما يو مېرمن وه، چي زما د هغې سره ډېر محبت وو؛ مګر زما د پلار (حضرت عمر رضی الله عنه) (هغه داخلاقو يا اعمالو) په وجه نه خوښېدله، ماته به ئې د هغې د پرېښوولو ويل؛ خو ما به هر وخت معذرت ځني غوښتی.


آخر ئې دا مسئله د حضورصلی الله عليه وسلم په وړاندي بيان کړه؛ نو حضور صلی الله عليه وسلم دحضرت عمر رضي الله عنه تائيد وکړ او ماته ئې حکم وکړی:  هغه طلاقه که (جامع الترمذی)


د طلاق په اړه د اسلام ښوونه دا ده، چي طلاق او د هغه په ذريعه د خاوند او مېرمني اړيکي پرېکول الله تعالی ته ډېر ناخوښه دي، د ډېري مجبوری څخه بغير پر دې باندي عمل کول یعني طلاق اچول د سختي ګناه باعث کيږي.


رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: (وَلاَ خَلَقَ شَیْئاً عَلَی وَجْهِ الْاَرْضِ اَبْغَضُ اِلَيهِ مِنَ الطَّلَاقِ) ژباړه: الله تعالی د مځکي پرسر داسي هيڅ شی نه دی پيداکړی، لکه څنګه چي د طلاق ورکولو څخه دي زيات الله تعالی ته مبغوض او ناخوښه وي. بې سببه که مور او پلار د کومي ښځي د کور ورانولو(طلاق) حکم وکړي، هغه ضروري نه ده چي ومنل سي، بلکی ګناه ده. حديث کي راځي: (لَاطَاعَةَ فِيْ مَعْصِيَةِ اللهِ)-  ژباړه: د الله تعالی په نافرمانی کي د هيڅ يو مخلوق فرمانبرداري جايز نه ده.


د دې واقعې څخه غالب ګمان دا دی، چي د شريعت مزاج پېژندونکي حضرت عمر رضي الله عنه محضي د خپلي ناخوښی يا بغير دکومي وجي خپل د مږور پر طلاقولو اسرار او ټينګار نه کاوه، حتماً يو شرعي خرابي د هغه په علم کي د دې په اړه وه، چي نبي عليه السلام هم د هغه تائيد وکړ.


نو ښه خبره دا ده چي تر خپلي خوښي د شريعت پابندي او د مور او پلار مشورې او خوښی ته حق اوليت ورکول سي، ځکه هغوی تجربه لري، د خلکو او ماحول په پېژندلو کي وخت پر تېر سوی دی، داسي څوک چي د دوی د عزت او خدمت خيال وساتي او خپل د خاوند لپاره سکون بخښونکې او په کار پوهه وي، انتخاب کړي، او دا رنګه د کور په چارو کي د سنبالېدو صفت په ځان کي ولري، ظاهري جمال او حسن هغه صفتونه دي، چي د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي، دايمي نه دي، نوځکه هغه ته ډېره توجه کول نه دي په کار؛ بلکی هغه صفاتو ته حق اوليت ورکول کيږي، چي هغه د دنيا او اخرت سعادت او نېکمرغي په کښي نغښتې وي، چي اسلامي اخلاق، حسن السلوک او د ماشوم روزنه ده، الله تعالی دي ټولو مسلمانانو ته د خپل مزاج مطابق په اسلامي اخلاقو سنبال بيبياني نصيب کړي. آمين

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته