تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت زکریا علیه السلام ژوند لیک
 
  October 22, 2014
  0

وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ.( سورة انبياء الاية ٨٩)
ژباړه : او ياد کړه زکريا علیه السلام  چي کله يې اواز وکړ، خپل رب ته او  وې ويل : اې زما ربه! ته ما يوازي مه پرېږدې او ته ډېر غوره دوارثانو څخه يې.

په قرآنکريم کي د زکريا علیه السلام  يادېدل

دزکريا علیه السلام  نوم په قرآنکريم کي اته ځايه په آل عمران ، انعام ، مريم او انبياء سورتونو کي ذکر سوى دئ او دده قصه په سورة آل عمران او سورة مريم کي په تفصيل سره ذکر سوې ده . په سورة مريم کي نوموړې قصه پيل سوې ده او تر پنځلسم آيت پوري يې دوام کړى دئ . نوموړى مبارک سورة په لاندي آيت سره پيل سوي دئ:
 
كـهيعص‌ (۱) ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا (۲) إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا (۳) (سورة مريم الايات ١ الي ٣)
ژباړه : دا بيان ستا درب درحمت دئ چي پر خپل بنده زکريا علیه السلام  باندي يې کړى دئ کله چي زکريا علیه السلام  اواز وکړ ، په پټ اواز سره.

زکريا علیه السلام  په يقني ډول سره دبني اسرائيلو دنبيانو څخه يو سپېڅلي نبي دئ ځکه زکريا علیه السلام  دسليمان بن داود  علیهما السلام داولادې څخه دئ چي نسب يې يعقوب علیه السلام   ته رسيږي چي په اسرائيل سره ياديږي. زکريا علیه السلام  دهغه نبيانو  علیهم السلام  له ډلي څخه دئ چي پرهغوى باندي په تفصيلي ډول ايمان راوړل واجب دي.

د زکريا علیه السلام نسب

د زکريا علیه السلام  د نسب په اړه مؤرخينو داسي بيان نه دى کړى چي متصل او قابل اعتماد وي البته حافظ ابن عساکر په خپل مشهور تاريخ کي دزکريا علیه السلام  اوږد نسب بيان کړى دئ په دغه سلسله کي يې زکريا علیه السلام  ته ځوارلس پلرونه او نېکه ګان ښودلي دي چي اخر يې دده دنسب سلسله دسليمان بن داود علیهما السلام پوري رسولې ده چي دلته يې موږ په خلاصه ډول دغه  سلسله رانقلوو چي په لاندي ډول ده :
 
زکريا علیه السلام  زوى ددادن ، زوى د مسلم ،  زوى د صدوق ، زوى دحشبان ، زوى ........ تر هغه وخته  چي سلسله يې رحبعام ته رسيږي چي دسليمان بن داود علیهما السلام  زوى دئ.

شيخ نجار په خپل  کتاب قصص الانبياء کي ليکلي دي چي زکريا علیه السلام  ديحيى علیه السلام  پلار دئ دده پرته بل زکريا هم سته چي هغه په زکريا بن برخيا سره ياديږي . مګر په قرآنکريم دداسي وينا هيڅ بيان نه دئ سوى. شيخ نجار زياتوي : زکريا بن برخيا دنصاراوو ديوه قانوني کتاب مؤلف دئ چي دداريوش په زمانه کي زېږېدلى دئ يعني تر ميلاد وړاندي زېږېدلى دئ.

زکريا بن برخيا په خپل کتاب کي دعمر فاروق بن خطاب رضي الله عنه  يادونه کړې ده . ده ليکلي دي چي دغه کس به پر اورشليم يعني پر بيت المقدس باندي مسلط کيږي ، بيت المقدس ته به ننوزي په داسي حال کي چي پر خره به سپوري . نصارا ددې خبري تاويل په مسيح سره کوي او يهوديان بيا وايي چي داکس مسيح الدجال دئ او دوى انتظار باسي چي مسيح الدجال به راځي.

د زکريا علیه السلام  د رسالت زمانه

دعيسى علیه السلام  بن مريم ترزېږد لږ وړاندي الله جل جلاله  زکريا علیه السلام  بني اسرائيلو ته په پيغمبرۍ سره ولېږئ . زکريا علیه السلام  بني اسرائيل ديوه الله جل جلاله  عبادت ته  راوبلل او دالله جل جلاله  دعذابونو خبر يې ورکړى او ځني وې بېرول. دزکريا علیه السلام  دعوت په داسي مهال کي پيل سو چي دبني اسرائيلو په منځ کي فسق ، فساد اوګمراهي دومره زياته سوې وه چي بيخي اوج ته رسېدلې وه.
ګناهونه ، نافرمانۍ او منکرات په دوى کي بيخي عام سوى او خپاره سوي وه. پر دوى باندي دبيلتون ، جلاوالي ، او دړي وړي کېدو يو مسته څپه راغلې وه. تر داسي اندازي چي الله جل جلاله  او اخروي ژونديې بيخي دهېري باد ته ورکړى وو. پردوى باندي ظالم پاچاهان مسلط سوى وه په دوى کي يې ناوړه او ناروا کارونه خپاره کول داسي جرمونه يې کول چي دهغه په ليکلو او ويلو سره دانسان بدن بيخي لړزيږي. دالهي دين لوري ته هيڅ توجه نه وه بلکي يوازي ټول توان پر ګمراهۍ باندي تمام وو.

دوى نه دپيغمبر احترام ته کومه توجه کول او نه يې ددين مقدسيت ته کومه توجه کول. بلکي په داسي کارونو باندي اخته وه چي شيطان به دوى ته دهغو امر کاوه .عبادت يې په داسي بڼه وه چي دخپل زړه هوا به ورته وويل. دوى پر نېکو، تقوادار او سپېڅلو خلګو باندي مسلط وه آن تردې چي پرانبيآؤ علیهم السلام  باندي هم مسلط وه دوى ويني يې په ناحقه تويولې ، عذابونه او تکليفونه يې ورکول  تردوى ټولو لوى قاتل او غټ مجرم د فلسطين دواکمنانو څخه يو کس وو چي هېرودس نومېدى او د يحيى علیه السلام  بن زکريا علیه السلام  دقتل امر يې وکړى دده مبارک سره يې پرېکړى په داسي حال کي يې دغه مبارک سر دده حضور ته راوړى چي ويني ځني څڅېدلې او ددې سپېڅلي پيغمبر قتل يوازي ددغه ظالم دمعشوق دشهوت دپوره کولو په خاطر وسو چي دا قصه به په تفصيلي ډول هغه وخت راسي چي ديحيى علیه السلام  قصه بيانوو انشاء الله.

زکريا علیه السلام  د ظالمو واکمنانو ددعوت لپاره دوى ته ورغلى خو ددغو ظالمو پاچاهانو او دبني اسرائيلو له خوا ده زيات تکليفونه ورکړل سوه او ددوى څخه يې ډول ، ډول زحمتونو او غمونه وليدل. غمونه يو په بل پسي پر ده باندي راتلل ده دالله جل جلاله  دضا لپاره يې زحمتونه وګالل.

زکريا علیه السلام  سپين ږيرى سو داسي حالت ته ورسېدى چي ددې ظالمانو تکليفونه او زحمتونه يې نور نه سواى زغملاى. بني اسرائيل ورځ تر بلي نور هم ګمراهان کېدل زکريا علیه السلام  پردې وبېرېدئ چي ددوى ګمراهي او فتنه نوره هم زياتيږي نو ځکه يې دالله جل جلاله  څخه وغوښتل چي ده ته يو زوى ورکړي څو دده سره دسپين ږير والي په حالت  کي ددعوت په ډګر کي  مرسته او معاونت وکړي او دده تر وفات وروسته دده ځاى ناستي سي.الله جل جلاله  ته يې داسي دعا وکړه چي اې خدايه مايوازي مه پرېږدې او ته بهتره دوارثانو يې. الله جل جلاله  په دې اړه داسي فرمايي:

وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ (89) فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ . (سورة انبياء الايتان ٨٩ ، ٩٠)
ژباړه : او ياد کړه زکريا علیه السلام  چي کله يې اواز وکړ، خپل رب او  وې ويل : اې زما ربه! ته ما يوازي مه پرېږدې او ته ډېر غوره دوارثانو څخه يې.موږ دده دعا قبوله کړه ده ته مو يحيى علیه السلام  وبخښئ  او ده ته مو دده مېرمن نېکه کړه ، بېشکه دغه نبيان داسي دي چي په نېکو کارونو کي تلوار کوي او موږ دويري او  خوشالۍ په وخت کي بولي او دوى موږ ته  عاجزي کونکي دي.

 

د زکريا علیه السلام د زوى يحيى علیه السلام زېږد

 


د الله جل جلاله  د انبياؤ علیهم السلام  په لړ کي د زکريا علیه السلام  رسالت د عيسى علیه السلام  دلېږد دزمانې دنژدې والي لپاره تمهيد ا و اعلان وو . ښکاره خبره ده چي عيسى علیه السلام  دبني اسرائيلو لپاره وروستى پيغمبر وو. الله جل جلاله  دعيسى علیه السلام  تر  لېږد وړاندي دوه سپېڅلي پيغمبران ولېږل يو زکريا علیه السلام  وو او بل دده مبارک زوى يحيى علیه السلام  وو دغه دوو پيغمبرانو دحضرت عيسى علیه السلام  پالنه  او تربيه دماشوتوب څخه تر ځوانۍ پوري کړې ده . دعيسويان انجيلونه وايي : دزکريا علیه السلام  او يحيى علیه السلام  په پيغمبرۍ سره لېږدونه ددې لپاره تمهيد او اعلان وو چي دبهتر او غوره پيغمبر حضرت عيسى علیه السلام  دلېږد زمانه نژدې ده .

صلوات الله عليهم افضل الصلاة والتحيات.

مخکي تردې چي الله جل جلاله  زکريا علیه السلام  په پيغمبرۍ سره ولېږي زکريا علیه السلام  په بيت المقدس کي دربانيونو له ډلي څخه وو يعني دهغه کسانو څخه وو چي په بيت المقدس کي يې ونډه لرله او دبزګانو دمشايخو څخه وو. ددغو ربانيونو رئيس دمريم رضي الله عنها  پلار عمران وو. تردې وروسته الله جل جلاله  زکريا علیه السلام  بني اسرائيلو ته دپيغمبر په حيث ولېږى څو بني اسرائيل دبدبختيو ، ګمراهيو او نارواوو څخه وژغوري.
 
کله چي دمريم رضي الله عنها  پلار عمران وفات سو نو دمريم رضي الله عنها  سرپرستي او کفالت حضرت زکريا علیه السلام  پر غاړه واخيستى . کله چي زکريا علیه السلام  دمريم رضي الله عنها  کفالت کاوه نو دمريم رضي الله عنها  څخه يې داسي نښي وليدې چي عقل ورته حيران پاتېدى. ددغه نښو قصه الله جل جلاله  داسي بيان کړې ده :

فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنْبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ .  (سورة آل عمران الاية ٣٧)

ژباړه :مريم رضي الله عنها  الله جل جلاله  قبوله کړه په نېک قبول والي سره او ده ته يې ورکړه په نېکه وده سره او زکريا علیه السلام  يې کفالت وکړى کله چي زکريا علیه السلام  پر مريم رضي الله عنها  باندي داخل سو په مسجد کي ددې په وړاندي يې دخوراک توکي وليدل . زکريا علیه السلام  ورته وويل : اې مريمي! دکومي خوا تاته دا مېوې وې . دې په جواب کي ورته وويل: دالله جل جلاله  دلوري څخه دي ، بېشکه الله جل جلاله  هغه چاته چي خوښه يې سي بېشماره رزق ورکوي.

زکريا علیه السلام  چي کله معبد ته ورغلى نو دمريم رضي الله عنها  سره يې داسي  مېوې وليدې چي په ښار کي نه پيدا کېدې بلکي دټولو خلګو سره نه وي.

الله جل جلاله  مريم رضي الله عنها  ته داسي کرامات ورکړي وه چي عقل بيخي کار نه پر کوي.
 
زکريا علیه السلام  سپين ږيرى سو مېرمن يې وچه وه اولاد يې نه کېدى مګر کله چي يې دالله جل جلاله  ستر قدرتونه وليدل او دمريم رضي الله عنها  سره يې داسي کرامات وليدل چي الله جل جلاله  ورکړي وه نو دالله جل جلاله  فضل او رحمت ته يې اميد زيات سو نو دالله جل جلاله  څخه يې وغوښتل چي ده ته يو نېک او صالح زوى ورکړي څو دده سره همکار سي او تر ده وروسته دده ځاى ناستي سي او دده پرځاى باندي بني اسرائيلو ته دعوت ورکړي. ده په دعا کي دا ويل چي اې الله ! ماته نېک زوى راکړې . الله جل جلاله  دده ددغه خبري يادونه په قرانکريم کي داسي کړې ده:

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ . (سورة آل عمران الاية ٣٨)
ژباړه : په دغه وخت کي زکريا علیه السلام  دخپل رب څخه دعا وغوښتل او وې ويل : اې زما ربه ! ماته ستا دلوري څخه نېک اولاد راکړې ، بېشکه ته چي يې زيات اورېدونکى ددعا يې.

کله چي زکريا علیه السلام  دالله جل جلاله  څخه داولاد غوښتنه کول دده عمر ٩٩ کاله او د مېرمني عمر يې ٩٨ کاله وو.

دزکريا علیه السلام  دادعا يوازي له  دې امله نه وه چي ده دزوى زياته مينه درلوده بلکي دده هدف دا هم  ووچي که خداى ده ته زوى ورکړي نو  په رسالت کي به تر ده وروسته په بني اسرائيلو کي دده ځاى ناستي سي. ددعوت او رسالت کوم دروند بار چي زکريا علیه السلام  پر غاړه اخيستى دده زوى به ورسره هکاره سي او دده تر وفات وروسته به هغه دده زوى پر غاړه واخلي ځکه زکريا علیه السلام  په دې اړه زيات فکر من  وو چي که زه وفات سم نو ترما وروسته به بني اسرائيل نور هم زيات په فسق ، ګمراهۍ او ناروا کارونو باندي اخته سي. ددين احکام به وغورځوي ، ددين دټولو شعائرو درنښت به دزړه څخه وباسي. دالله جل جلاله  دلوري څخه چي دوى ته کوم اوامر او نواهي سوي دي او دوى دالله جل جلاله  استازي رسولي دي دوى به يې بيخي پريږدي. له همدې وجهي څخه يې الله جل جلاله  ته په پټه او عاجزۍ سره دعا وکړه چي اې الله ! ماته يو تقواداره ، فکر لرونکى او پرهېزګاره زوى راکړې چي تر ما وروسته زما خلف سي.
 
الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه يو پاک او سپېڅلي زوى يې دهغه مېرمني څخه پيدا سو چي دځوانۍ په وخت کي يې هيڅ اولاد نه درلودى او بيخي وچه وه. دا دالله جل جلاله  ستر قدرت نه دئ چي دداسي ضعف په حالت کي ويو چا ته اولاد ورکوي؟ بېشکه الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر او هرڅه چي وغواړي کوي يې ، داسي کارونه کوي چي دعادت بيخي خلاف وي او دچا په توان باندي پوره نه وي او دهغه چا دعا قبلوي چي سخت اړ وي.
 
الله جل جلاله  دده قصه داسي بيانوي:

كـهيعص‌ (۱) ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا (۲) إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا (۳) قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا (۴) وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِنْ وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا (۵) يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا (۶) يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا (۷) قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا (۸) قَالَ كَذَلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْئًا. (سورة مريم الايات ١ الي ٩)

ژباړه : دا بيان ستا درب درحمت دئ چي پر خپل بنده زکريا علیه السلام  باندي يې کړى دئ کله چي زکريا علیه السلام  اواز وکړ ، په پټ اواز سره . زکريا علیه السلام  وويل: اې زما ربه !زماهډوکي زاړه سوه او سر مي دسپين ږيروالي له وجهي بريښي يعني دسپين والي له وجهي او اې الله! زه ستا په دعا سره بې برخي نه يم .بېشکه زه بېرېږم  دخپلو قريبانو څخه تر ماوروسته او زما ښځه وچه ده نو ماته دخپل لوري څخه يو مرستيال راکړې چي زما څخه ميراث يوسي او ديعقوب داولادې څخه ميراث يوسي او دى زما رب راضي کړي . موږ ورته وويل : اې زکريا ! موږ تاته په يو زوى سره  زېرى درکوو چي نوم به يې يحيى وي او په دې نامه موږ تردې وړاندي بل څوک نه دى نومولى . زکريا علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! مالره به اولاد چيري وي زما ښځه وچه ده او زه دسپين  ږيروالي څخه نهايتي  ضعف ته رسېدلى يم. الله جل جلاله  ورته وويل: همداسي به وي . الله جل جلاله  وفرمايل: دا کار پر  ماباندي اسانه دئ ، بېشکه ماته مخکي پيدا کړى وې او ته هيڅ شي نه وې.

زکريا علیه السلام  د نېک او سپېڅلي اولاد څښتن سو دسپين ږير والي په وخت کي الله جل جلاله  ده ته زوى دده دمېرمني څخه ورکړى چي اشياع بنت عمران نومېده دمريم رضي الله عنها  خور وه اودعمران لور وه . يحيى  علیه السلام  دخپل پلار سره په څنګ کي ښه نېک او سپېڅلي ژوند کاوه تر هغه بريده چي دظالمانو او سرکښو انسانانو لخوا شهيد سو ، سر يې ورپرې کړل سوه ، په دغه وخت کي زکريا علیه السلام  ژوندى ووچي دده ګران زوى چي دسپين ږيروالي په حالت کي الله جل جلاله  ورکړى وو ظالمانو ورته شهيد کړى . زکريا علیه السلام  نېک او صالح انسان وو ټول ژوند يې دالله جل جلاله  په لاره کي په  دعوت تېر کړى وو تر هغه وخت پوري چي دى هم دخپل زوى يحيى علیه السلام  په برخليک اخته سو.

مؤرخينو ليکلي دي چي زکريا علیه السلام  دظالمانو له د ارې په واسطه شهيد کړل سو او دالله جل جلاله  دتل پاتي رحمت سره وصل سو.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 

 ماخذ: د نبوت او انبیاو علیهم السلام تاریخ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته