ليکنه:سید عبدالرحیم "حسیني"
دا یوه ډېره ساده نسخه ده. هغه دا، چي د عجوې د خرما مندکي دي د اوړو غوندي ميده کړه سي.
او ناروغه دي يې هر سهار د اوبو سره د چايو د نیمي کاچوغي په اندازه وخوري. په دې سره به انشاء الله
تعالی د زړه ټولي ناروغۍ ورکي سي.
په اسلامي تاریخ کي د زړه حمله (Heart Attack) د قادسيې په جنګ کي د ایران فاتح حضرت سعد بنابي وقاص ته پيښه سوې وه؛ چي په زړه کي يې ناڅاپه تکلیف پیداسوی و. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ده ته دغه دواء وروښووله. حضرت سعدبـن ابي وقاص دغه نسخه د هدایت سره سم عملي کړه او ورسره روغ رمټ سو.
په اوسني عصر کي چي دزړه ناروغۍ زياتي ليدل کيږي نو د همدغي نبوي نسخې څخه چي هم اسانه اوهم ارزانه ده ښه ګټه اخيستل کيدای سي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
2015-01-28