تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٦۵۸)
سوال : ايا دفاتحې ثبوت په احاديثو كي سته كه يا؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د درو ورځو لپاره د مړى قريبانو ته د فاتحې(تعزيت) ثبوت په احاديثو کي سته، البته ځني رواجونه لکه لاس په نامه درېدل، غالياني اوارول ، د مړي د کور ډوډۍ، په مساجدو کي مجلس او داسي نور ثابت نه دي، نا جائز دي.
د احاديثو ثبوت (١) او د درو ورځو لپاره د حديث استدلال لاندي کتلای سی.(٣)
جواب: مولوي سيدعبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلم دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال من عزى مصابا فله مثل أجر.رواه الترمذي: ص٤٥۱، رقم٧١-٧٢، طبع بيروت.
(٢):عن النبي صلى الله عليه و سلم أنه قال: ما من مؤمن يعزي أخاه بمصيبة إلا كساه الله سبحانه من حلل الكرامة يوم القيامة. رواه ابن ماجه.
(٣): قوله صلى الله عليه وسلم: لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أَنْ تُحِدَّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ: اربعة اشهر و عشرا. رواه البخاري، الفتح،ج٣، ص١٤٦، طبع بيروت من حديث ام حبيبه رضي الله تعالى عنها.
(٤): وَوَافَقَهُمُ الْحَنَفِيَّةُ عَلَى كَرَاهَةِ الْجُلُوسِ لِلتَّعْزِيَةِ عَلَى بَابِ الدَّارِ، إِذَا اشْتَمَل عَلَى ارْتِكَابِ مَحْظُورٍ ، كَفَرْشِ الْبُسُطِ وَالأْطْعِمَةِ مِنْ أَهْل الْمَيِّتِ. الموسوعة الفقهية: ج١٢، ص٢٨٧، تعزیة. دا د جمهورو فقهاوو مذهب دی.