سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په روژه کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو څو مبارک عادتونه
یادونه: (د نبي کریم صلی الله علیه وسلم روژه!) لیکنه یو ځل مخکي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کي د روژې میاشت څه ډول تېروله او د روژې په باره کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم عادت څه ډول وو دغه پېژندل زموږ د پاره په دې خاطر ضروري دي چي موږ د هغه د سنتو مطابق دغه اهم عبادت آداکړو:
۱ عن أنس بن مالك : قال كان النبي صلى الله عليه و سلم يفطر قبل أن يصلي على رطبات فإن لم تكن رطبات فتميرات فإن لم تكن تميرات حسا حسوات من ماء. (ترمذي)
ژباړه: د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به روژه په لنده خرما ماتول که چیري هغه به نه وه نو بیا به یې په وچه خرما ماتول او که چیري هغه به هم نه وه بیا به یې په یوڅه ابو سره ماته کړل.
۲ نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د روژې په ماتولو کي تلوار کوی په دې اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:
لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. (ترمذي)
ژباړه: مسلملنان به تر هغه وخته پر خیر پاته وي تر څو هغوی په روژه مات کي تلوار کوي.
۳ نبي کریم صلی الله علیه وسلم به پېشلمئ کوی:
عن أنس ، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : تسحروا فإن السحور بركة. (بخاري)
ژباړه: د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
تاسو پېشلمئ وکړئ ځکه په پېشامي کي خامخا برکت دی.
۴ نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د روژې د ماتولو په وخت کي دغه دعاء ویل:
اللَّهُمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ. سنن ابي داود
ژباړه: آی الله! ما خاص ستا لپاره روژه ونیول او خاص ستا په رزق مي روژه ماته کړل.
۵ د روژې ماتولو څخه وروسته یې دغه دعاء ویل:
ذهب الظمؤ و ابتلت العروق و ثبت الاجر انشاءالله تعالی.
ژباړه: تنده ولاړل او رګونه لانده سول او اجر ثابت سو ان شاءالله تعالی.
--------------------------------------
ماخذ: د روژې احکام او فضائل