په شَرِکَةُ العَنَان کي چي هر شريک سودا وکړي د مَبِيعِې او ثمن راکړه ورکړه په هغه پوري اړه پيدا کوي .
که يو شريک يو شى خرڅ کړي هغه بل شريک يې د مشتري څخه د پيسو مطالبه نسي کولاى او نه مشتري د هغه څخه د مَبِيعِې د سپارلو غوښتنه کولاى سي يعني کوم شريک چي سودا يې نه ده کړې هغه د خپل شريک د بايع او مشتري څخه بيګانه بلل کيږي او يو او بل د مبيعي او ثمن په سپارلو کي نسي مجبوره کولاى ، ځکه چي د سودا حقوق تړون کونکي ته راجع کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات