راشد
په عقل او بلوغ يو څوک د پوره اهليت څښتن ګرځي ، عاقل او بالغ ته راشد وايي ، د راشد هر تړون ځاى پر ځاى صحيح کيږي .
ولي
ليونى او غير مُمَيِّز کوچنى د عقل او تمييز نه درلودلو لکبله هيڅ نوع تړون نسي کولاى او نه يې تړون ته اعتبار ورکول کيږي ، بلکي شرعا د دوى د ځان او د مال سرپرستي د بل چا پر غاړه اچول کيږي و دغي سرپرستي ته وَلَايَت وايي .
همدا ډول د نيمګړي اهليت والا يعني د معتوه او مُمَيِّز کوچني د سرپرستي مسوليت هم د بل پر غاړه اچول کيږي .
اهليت نه لرونکى او نيمګړى اهليت والا دواړه د قاصر په نامه ياديږي ، د قاصر سر پرست د ولي په نامه ياديږي .
ولايت پر دوه ډوله دى :
(١) اَلْولَايَهُ عَلَي النفسِ . ځاني سرپرستي
(٢) اَلْولَايَهُ عَلَي المَالِ . مالي سرپرستي
څوک چي د بل ځاني سرپرستي پر غاړه لري هغه ته اَلْوَلِيُ عَلَي النَفْسِ وايي ، څوک چي د بل د مال سر پرستي پر غاړه لري هغه ته اَلْوَلِيُ عَلَي المَالِ وايي .
د قاصر ځاني سرپرستي يعني اَلْولَايَهُ عَلَي النفسِ خپلوانو ته د خپلوۍ په لاندي ترتيب ورکول کيږي :
زوى ګلوي .
پلار ګلوي .
ورورګلوي .
اکا ګلوي .
د قاصر يعني د ليوني او د ليونۍ ښځي ځاني سرپرست اول نارينه اولاد زامن دي بيا د زامنو زامن دي . که نارينه اولاد يې نه درلودل بيا يې پلار ولي دى ، که پلار يې نه درلودى ، بيا يې وړونه ورپسې وريرونه ، بيا يې د ورېرو زامن سرپرستي پر غاړه لري .
که وړونه او ورېرونه يې هم نه درلودل بيا يې اکا ګان او ورپسې يې د اکا زامن سرپرستي پر غاړه لري . په سکه او ناسکه وړونو او اکا ګانو کي سکني تر ناسکه مخته دي .
پورتنيو خپلوانو ته يعني د پلار د خوا نارينه دوستانو ته عَصَبَة وايي ، که قاصر عَصبَه نه درلودل بيا يې مور سرپرستي پر غاړه لري ، د مور وروسته يې نور ذوي الارحام يعني د مور د خوا دوستان پخپل ترتيب سره سرپرستي پر غاړه لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات