سیرت نبوي ( ۱۳۰برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تر هجرت وروسته د قريشو دسيسې
موږ مخ کي هغه تکاليف او آزارونه درته بيان کړه چي د مکې مکرمې کفارو پر مسلمانانو تېرول او د دوى هغه کارونه مو درته بيان کړه چي د هجرت په وخت کي يې د مسلمانانو سره وکړه چي د هغو اعمالو په سبب د مکې مکرمې کفار د دې وړ وګرځېدل چي جنګ ور سره وسي او مالونه يې مصادره کړل سي خو دوى پرهغه اعمالو سر بېره بيا هم هغه خپل عداوت نه پرېښاوه او د غفلت د خوبه څخه نه را ويښېدل، بلکه په دې ډېر خواشيني وه چي مسلمانان ولي د دوى د عذابو څخه خلاص سوه او ولي يې په مدينه منوره کي د امان ځاى پيدا کړى، نو يې عبدالله بن اُبى بن سلول ته هغه چي مشرک ؤ او د انصارو رئيس بلل کېدى، که رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت نه واى کړى او انصارو ايمان نه واى را وړى قريبه وه چي اهلِ مدينه دغه عبدالله پرخپلو ځانو پاچا وګرځوي.
قريشو و دغه عبدالله بن اُبى او د ده مشرک ملګرو ته خط وليکى چي ورته ليکلي يې وه: تاسي زموږ و سړي ته ځاى ورکړی، موږ په الله سره قسم يادوو چي يا به جنګ ور سره کوى او د خپله ښاره څخه به يې باسى يا به موږ ټول پر تاسي حمله کوو، تاسي به وژنو او ښځي به مو بندياني نيسو.
د دغه ليک په رسېدلو سره عبدالله بن اُبى إراده وکړه چي د مکې مکرمې د مشرکانو امر پرځاى کړي، دا ځکه چي يو خو په خپله ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ذاتي حسد او عداوت درلودى ځکه ده دا فکرکاوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده پاچهي د ده څخه اخستې ده او بل د قريشو دغه امر هم ورته راغلى.
عبدالرّحمْن بن کعب رضی الله عنه وايي: کوم وخت چي عبدالله بن اُبى او د ده بت پرستو ملګرو ته دا امر ورسېدى، خپل نفر يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ دپاره سره را ټول کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چي په دغه واقعه خبر سو نو ورغلى او وې فرمايل: د قريشو د جنګ وعدې و دغه حال ته و رسولاست؟
قريش دومره ضرر نه سي در رسولاى لکه دغه اوس چي يې تاسي په خپله و خپلو ځانو ته رسوى، تاسي غواړى چي د خپلو وروڼو او اولادو سره وجنګېږى؟ هغو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبري واورېدې بيرته سره وپاشل سوه او عبدالله بن اُبى په دغه وخت کي د جنګ إراده پرېښوول، خو دا معلومه خبره وه چي عبدالله همېشه د قريشو ملګرى او طرفداره ؤ، هر وخت چي به دا موقع په لاس ورغله چي مسلمانان او مشرکان په جنګ سره اخته کړي ده به خپل ټول کوښښونه کول او په دغه کار کي يهودو هم د ده مرسته کول، مګر هلته د حکيم نبي صلی الله علیه وسلم حِکمتونه وه چي د دوى د شر او شيطانت اورونه يې هر وخت په پوره حکمت سره ور وژل.
په دغه وختو کي سعد بن معاذ رضی الله عنه د عمرې د آداء کولو دپاره مکې مکرمې ته ولاړى او هلته د پخواني شناخت او تعلق په سبب د اُميه بن خلف کور ته ورغلى او بيا يې اُميه ته و ويل: زما دپاره داسي فارغه وخت وګوره چي زه پرکعبه شريفه طواف وکړم، اُميه هم د څاښت په وخت کي د طواف دپاره را وايستى، په لار کي ابوجهل په مخه ورغلى، ابوجهل ويل: يا ابا صفوان دغه څوک در سره دى؟ هغه ويل دا سعد دى، ابوجهل و سعد رضی الله عنه ته و ويل: ګمان نه کوم چي په أمن سره دي پرکعبه طواف وکړې ځکه تاسي هغه د دينه وتلو خلکو ته ځاى ورکړى دى او تاسي دا عزم کړى دى چي د هغو نصرت او کومک وکړی، په والله که دغه ابو صفوان نه واى در سره خپل کور ته به سالم نه واى تللى، سعد بن معاذ رضی الله عنه په لوړ آواز ورته و ويل: په والله که ته ما د طوافه څخه منعه کړې زه به تا د داسي شي څخه منعه کړم چي هغه و تا ته تر دغه سخت تماميږي، ستا تجارتي لار پر اهل مدينه ده.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net