بيع د ګټي او تاوان په اعتبار هم څلور ډوله ده :
مُسَاوَمه ، وَضِيعَه ، تَوْلِيَةٌ ، مُرَابَحَةُ .
مُسَاومة
مساومه هغي سودا ته وايي چي په هغه کي د ګټي او تاوان يادونه و نه کړل سي ، بلکي په هر څو چي د بايع او مشتري موافقه سول سودا سره وکړي .
وَضِيعَة
وضيعه هغي سودا ته وايي چي په هغه کي شى تر خپل سر کم يعني په معلوم مقدار تاوان خرڅ کړل سي .
تَولِية
تَوْلِيَةٌ هغي سودا ته وايي چي په هغه کي شى په خپل سر خرڅ کړل سي .
مُرَابَحة
مُرَابَحَةُ هغي سودا ته وايي چي په هغه کي شى په معلوم مقدار ګټه خرڅ کړل سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي