د لقمان حکيم وصیتونه وخپل زوی ته
اې زویه ! په سکوت هيڅکله نه یم پښېمانه شوی.
اې زویه ! له شر څخه ځان وساته ستا عزت به وکړای شي، ځکه شر له شره پیدا کېږي.
اې زویه ! خپله ژبه په ( اللهم اغفرلي ) عادت کړه ، ځکه خدای لره داسي وختونه دي ، چي د بنده غوښتونی پکښې نه ردوي.
اې زویه ! د خدای اطاعت سوداګري او تجارت وګرځوه ، ګټي به پرته له تجارته درته راځي.
اې زویه ! خوب او خوراک ډېر مه کوه ، ځکه هرڅوک یې چي ډېر کوي ، د قیامت په ورځ به یې عملونه کم وي.
اې زویه ! په هغه کوهې کي ، چي اوبه ترې چيښې، تیږه مه غورځوه.
اې زویه ! ستا په قسمت کي مرغۍ د بل په قسمت کي تر غوایې ښه ده.
اې زویه ! تر زړه او ژبي خواږه شيان نشته ، کله چي صالح سي ، او که فاسد شي بيا ترې خبیث شيان نسته.
اې زویه! پر دنیا همېشه تکیه مه کوه ، او زړه مه پرې نښلوه ، ځکه ته دې ته نه یې پیدا شوی.
اې زویه ! له عجیب څیز پرته مه خانده، او له هغه څه چي ګټه نه لري ، مه پوښته.
اې زویه ! څوک چي رحم کوي رحم پرې کېږي ، څوک چي خاموش وي ، په امن کي وي ، څوک چي د خیر خبره کوي ، غنیمت لاس ته ورځي ، څوک چي د خپلې ژبي واک نلري ، پېښمانه کېږي.
اې زویه ! پوهانو او علماوو ته په دواړو زنګونو کښېنه ، او په دواړو غوږونو ورڅخه اوره ، ځکه زړه د علماوو په رڼا ژوند مومي.
اې زویه ! له ډېرو انبیاوو سره مي لیدلي ، چي ډېر ګټور څيزونه مي ور څخه زده کړي:
کله چي په لمانځه کښي یاست ، خپل زړه وساتى .
کله چي د خلکو په مجلس کي یاست ، خپله ژبه وساتى.
کله چي د خلکو په کورونو کې یاست ، خپلي سترګي وساتى.
کله چي د ډوډۍ په خورا ک کي یاست ، د معدې حفاظت وکړى.
او دوه شیان هېڅکله په ياد كي مه ساته :
هغه بدي چي خلکو درسره کړې وي ـــــــ او هغه احسان چي د خلکو سره دي كړى وي.