تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ واده يا زِواج (۴۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 30, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۶ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله  ﷺ واده يا زِواج
خديجې رضی الله عنها  تر دغه وخته دوه واره واده کړى ؤ او دواړه واره يې خاوند وفات سوى ؤ، څرنګه چي اوس يې د رسول الله ﷺ  اخلاق او ادب، امانت او صداقت، ډير خوښ سوه نو يې إراده وکړه چي د ده ﷺ  سره واده وکړي، تر دغه وخته چي به هر چا مرکه ورته وکړه (یعني د دې سره به یې د واده کولو غوښتنه وکړه) هغه ته به يې د (يا) جواب ورکاوه، حتّْی د مکې مکرمې او د قريشو سردارانو مرکې ورته کولې او دې به منفي جواب ورکاوه، ځکه دې رضی الله عنها  د مخه دوه واره واده کړى ؤ او اوس يې نوره د واده کولو تقاضا او إراده نه درلودل، خو خلكو چي بيا مرکې ورته کولې د هغه سبب دا ؤ چي خديجه رضی الله عنها  يو خو غني او مالداره وه، بل د عقل او جمال خاونده وه، پر دې سر بېره د شريف نسبه څخه وه، ټول هغه اوصاف چي د هغه په سبب ښځه غوښتل کيږي په دې کي موجود او سره يو ځاى سوي وه نو ځکه خلكو مرکې ورته کولې مګر دې به همېشه انکار کاوه، خو کوم وخت چي يې د رسول الله ﷺ  دغه اخلاق او صفات وليدل نو يې د ده ﷺ سره د واده کولو إراده وکړه، هلته د دې په ملګرو کي يوه ښځه وه چي نوم يې نفيسه ؤ دغه ښځه يې و رسول الله ﷺ  ته ور ولېږل چي د ده ﷺ سره د واده کولو په باره کي خبري وکړي، نفيسه هم و رسول الله ﷺ  ته ورغله او ورته ويې ويل:


 يا محمّد! ته ولي واده نه کوې؟ محمّد ﷺ  ورته و ويل: مال نه لرم غريب يم، نفيسې ورته و ويل: آيا د يوې داسي ښځي سره د واده کولو إراده لرې چي مال، جمال او نسب ولري او د دغو ټولو طرفو څخه پوره وي؟ رسول الله ﷺ  و ويل: دا به څوک وي؟ نفيسې ويل: خديجه بنت خُوَيلِد، محمّد ﷺ  و ويل: زما او د خديجې يې سره څه، خديجه د مکې و اشرافو ته منفي او د نه قبلولو جواب ورکوي نو په ما به څنګه راضي سي، نفيسې و ويل: هغه يې پرما هغه به زه راضي کړم ستا قبوله ده؟ رسول الله ﷺ  ويل: هو.


نو د دغه زِواج يا واده لاري چاري نفيسې سره مرتبي او برابري کړې او د نکاح تړلو د پاره ورځ وټاکل سوه، په هغه معينه ورځ محمّد ﷺ  د خپلو اکا ګانو سره د خديجې رضی الله عنها  وکور ته ورغلى د خديجې د نکاح طلب يې د دې د پلاره څخه چي خويلد نومېدى وکړى او څوک وايي د دې د اکا څخه يې وکړى. 


دغه دوه روايته دي مقصد دا چي نکاح وتړل سوه او د نکاح خطبه هم د رسول الله ﷺ  اکا ابوطالب و ويل او  دې نکاح ته ټول بني هاشم او د مُـضِر د قبيلې مشران او رئيسان حاضر سوي وه، د خديجې رضی الله عنها  مَهَر شل  (دايِر) ؤ چي رسول الله ﷺ  په خپله او د اکاګانو په مرسته برابر کړى او  د خديجې رضی الله عنها سره يې واده وکړی، دا نو هغه ډېر مشرف او مبارک زِواج يا واده ؤ او دغه واده د شام څخه تر بيرته را تګ دوې مياشتي وروسته وسو، بيانو د رسول الله ﷺ  او خديجې رضی الله عنها  ګډ ژوند پنځه ويشت کاله دوام وکړی او په دغه پنځه ويشت کلو کي رسول الله ﷺ  بل واده نه دى کړى، د رسول الله ﷺ  په دغه پنځه ويشت کاله ژوند کي چي د ځوانۍ وخت او موسم يې هم ؤ په يوه واده سره قناعت كول پر هغو کسانو رَد دى چي پر رسول الله ﷺ  د کثرتِ زِواج يا ډيرو ودو تهمت وايي چي اصلاً دغه خبره د اسلام د دښمنانو څخه را پورته کيږي. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته